د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت هرات ته د سفر په ترڅ کې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړي لاټ له چارو څخه لیدنه کړې.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، چې ښاغلي شرافت د دې لیدنې پر مهال مسولینو او تخنیکي ټېمونو ته سپارښتنه کړې چې پر یادې پروژې دې جدي څارنه وکړي.
د ښاغلي حقشناس په وینا؛ د دغې پروژې چارې اوسمهال ۶۵سلنه بشپړې شوې دي.