Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د خيبر جرګه د ازادۍ نعره او که د پاکستاني کېدو سوال؟
    لیکني

    د خيبر جرګه د ازادۍ نعره او که د پاکستاني کېدو سوال؟

    صابر افغانصابر افغان13 اکتوبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کله چې په وزيرستان او سوات کې د پنجاب حکومت او ملېشو په پښتنو قتل عام شروع کړ او ورځ تر بلې پښتانه وټکول شول، کورونه يې وران او سړي يې تري تم او ورک شول نو هيچا غږ و نه کړ حتی هغو هم چې د پښتنو په نوم يې سياست او حکومت کاوه.

    په پاکستان کې د پښتنو وژل، ټکول او ورکول څه نوي کيسه نه وه، بلکې د پاکستان له جوړېدو دا کار روان وو او د دې بېلګې هره هفته او مياشت په خبرونو او اخبارونو کې ليدل کېدلې.

    دغسې حالت کې څه پښتانه را ټول او فکر يې وکړ چې موږ ته پاکستان بېخي د انسانانو په نظر نه ګوري او نه هغوی موږ ته پاکستانيان وايي نو د پښتنو د را بيداره کولو او خپل حق او شناخت پېژندلو لپاره ېې هلې ځلې شروع کړې.

    له تېرو څو مياشتو په پاکستان کې د پي ټي ايم لخوا د پښتون قبايلو يوه لويه جرګه را وبلل شوه او د هغوی شعار دا وو چې موږ به خپله فيصله کوو.

    د پښتنو را بلل شوې جرګه د څه لپاره؟

    د پښتنو او قبايلو دا را بلل شوې جرګه د دې لپاره ده چې تر څو وکولی شي په هغه څه بحث وکړي چې اصلاً هیڅ بحث پرې نه دی شوی یا هم هغه څه ملت ته وړاندې کړي چې نا خبره او ترې پټ ساتل شوي.

    جرګه درې ورځې دوم کوي او ويل کېږي چې په اولنيو دوه ورځو کې به د پښتنو په ځمکه د پنجابي پوځ ظلم او زياتی هر هغه څه پښتون او څیړنوال ته ور وښيي چې په تېرو درې لسيزو کې پښتنو سره شوي.

    د جرکې وړانډيزونه او غوښتنې:
    احتمال شته چې په دغه جرګه کې د جرګې ګډونوال د پاکستان له حکومت څو غوښتنې وکړي، لکه:

    • پښتنو ته عينا هغسې حقوق ورکړل شي لکه پنجاب او نورو ته چې ورکړل شي.
    • د پښتنو کورونه به نور نه تالاشي کېږي.
    • د پښتنو کورونه به نور نه ورانېږي.
    • پښتانه ځوانان به نه لا درکه کېږي او نه به ورک کېږي.
    • د پښتنو په وسائلو او معدنیاتو به نور پنجاب ټيکه داري نه کوي، بلکې دوی ته به د خپلو معدنياتو حساب ورکول کېږي.
    • د پښتنو په سيمو کې به پنجابيانو حکومتي چارواکي نه ګمارل کېږي، لکه پنجاب، سند او نورو ځايونو کې چې د هغوی خپل خلک ګمارل شوي.
    • د پښتنو د سيمې امنيت به خپله قبايلو ته سپارل کېږي او هيڅ پنجابی پوځ به د امينت لپاره نه ګمارل کېږي.
    • قبايلو ته له هر کال هغسې بوديجه ټاکل کېږي لکه پنجاب، سند، بلوچستان او کشمير ته چې ټاکل شوې.
    • په قبايلو کې به روغتونونه، پوهنتونونه او کالجونه جوړېږي،
      داسې او دېته ورته نور…

    د جرګې په اړه يو له ځانه جوړه شوې اوازه او اميد:
    بعضې دا فکر کوي چې جرګه کې به پښتونستان اعلانېږي، خو حقيقت داسې نه دی؛ د پښتونستان جوړېدلو لپاره په اوس وخت کې حالات نه دي مناسب، ځکه کله چې يو هيواد جوړېږي په هغه سيمه او خاوره کې ميشت ټول ملتونه او خلک په يوه خوله فکر او مبارزه مخکې ځي چې دا کار په پښتونخوا کې بېخي نه ليدل کېږي، ځکه پيښور، مردان او چار سده خپله د پاکستان په شتون خوښ دي.

    اصلاً د پښتوانخوا پښتانه خپلو کې نه دي جوړ او نه په يوه خوله دي، نو څنګه کولی شي په داسې تيت پرک او اختلاف ډک حالت کې يو ځانته مستقل څه اعلان او جوړ کړي؟

    بيا هم که پښتونستان جوړېږي نو د ستر قوم بلوچو سره به څه کوي؟ ځکه هغوی خپله د يو ستر بلوچستان پلان لري.

    د جرګې سره تړلې وېره:
    دا جرګه کېدای شي د پښتنو لپاره څه يا ډيرې لاسته راوړنې ولري لکه هغوی پاکستاني بلل، هغوی له اولنيو حقوقو برخمن کېدل او نور… خو تر ټولو لويه وېره دا ده چې د دې جرګې له لارې به دا دوه کاره وشي:
    ١. يو د پاکستاني طالبانو مخنيوی او د سيمې امنيت قبايلو ته سپارل.
    ٢. د ډيورنډ فرضي کرښه رسمي کېدل.
    ځکه که دغه قبايل په ډيورنډ فرضي کرښې بحث و نه کړي او و وايي چې موږ ته اولني حقوق راکړئ يا موږ پاکستاني حساب کړئ نو بيا د ډيورنډ فرضي کرښې غوښتنه او لانجه سړه کېږي او دا ځکه چې په ډيورنډ فرضي کرښې پراته خلک خپله ځان د پاکستان برخه بولي او دغه کرښې ته هيڅ کوم ارزښت نه ورکوي او دغسې پاکستان په راتلونکې کې دا دعوه کولی شي چې په کرښه پراته قومونو هيڅ وخت د ډيورنډ مخالفت نه دی، بلکې ځانونه يې پاکستانيان بللي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالههلمند کې د ظاهرشاه د وخت جوړه شوې د شيدو د پروسس فابريکه بيا فعالېږي
    راتلونکي مقاله پاکستان د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د غونډې کوربه دی

    مربوطه لیکنې

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025

    د غزې د مظلومیت غږ او هغه نړۍ چې چوپ ده؛ د چوپتیا پر وړاندې اعتراض او ویښېدلو ته بلنه

    30 مې 2025

    له افغانستان څخه تر غزې پورې؛ د ظلم او جنایت پر وړاندې د عدالت چیغه

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 جون 2025

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    د بلوڅو بېلتونپالې ډلې (BLF) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، وسله‌والو یې د…

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.