له وخت سره به هرڅه بربنډ شي، د خیالي جبهو او د شر او فساد ډلو ترمنځ خپلمنځي مخفي خبرې اترې او ځینې نور مهم موضوعات چې، د دوی له خوا ترسره کېږي او یا ترسره شوي، هغه به هم ډېر ژر افشا شي او د خپلو ورانکاره فعالیتونو ثمرې ته به ورسي چې، څنګه پرې دنیا تنګېږي.
د نصرت اقبال په نوم کس چې، د ازادۍ جبهې پورې تړاو لري، د مقاومت جبهې رازونه درګرده افشا کوي، علت یې دا ده چې، دوی په وخت سره خپلو جنګیالیو ته د جنګ حق الزحمه نه ورکوي، په چل او دوکو ترې خپله استفاده کوي.
د پیسو/رقم پر سر د خیالي جبهو د ډلو ترمنځ حالات دومره ترینګلي شوي چې، د دواړو ترمنځ ځینې محرم رازونه افشا شوي، حتی د دښمنۍ اعلان یې سره کړی، یو او بل ته یې اخطارونه ورکړي.
د شر او فساد ډلې چې څومره په خپلو منځو کې سره اخته وي لکه د مارانو بچي چې، یو او بل وخوري او عوام به ترې په امن کې وي.
د مقاومت/د لنډغرو جبهې پورې تړلي هغه چریکان چې په ښارونو او ځینو نورو ځایونو کې یې د اسلامي او شرعي نظام پر وړاندې تخریبي کړنې/فعالیتونه ترسره کول؛ په داسې حال کې له فعالیت وروسته نیول شوي او یا نابود شوي چې، خپله حق الزحمه یې ترلاسه کوله.
له هیواد څخه بهر د اسلامي امارت ضد او مخالفې ډلې چې د تېر نړېدلي جمهوري نظام له نړېدو سره سم رامنځته شوې، د ددې ډلو مشرانو چې په غلا، ترور، غصب، ظلم، زور زیاتي او د عوامو په زورونه کې کافي تجربه درلوده اوس هم په ارامه نه دي ناست، غواړي چې په یو نه یو ډول هیواد کې ناامني رامنځته کړي.
د یرغلګرو اجنټان چې، شل کاله یې په هیواد کې اوږه پر اوږه د ناټو له ځواکونو سره یو ځای شپنۍ چاپې وهلې، بیا هم د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره له غربي هېوادونو شنه ډالر اخلي.
هغه ډالر چې د شر او فساد مخکښ غړي له غربیانو اخلي، د همدې ډالرو پر سر د دوی ترمنځ خپلمنځي ناندرۍ راپورته شوي او د لنډغرو ترمنځ وضعیت مخ په خرابېدو روان دی.
نصرت اقبال نومي کس ادعا کوي چې، د لنډغرو مالي مسؤلین د نړېدلي جمهوري نظام د دفاع وزیر بسم الله محمدي ورونه دي او دوی هم خپله برخه پیسې د شر او فساد له غړو اخلي؛ د نصرت له خبرو داسې څرګندېږي چې، د دوی ترمنځ خپلمنځي اختلافات د پیسو پر سر راولاړ شوي دي.
زما په اند همدا خپلمنځي اختلافات به د شر او فساد ډلو د هلاکت بهانه شي، دې ته خو سره رسېدلي چې، د ازادۍ جبهۍ جنګیالي د مقاومت جبهې د لنډغرو ګریوانونه څیرې کړي دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.