ایمل څرک
د ۲۰۲۱ په اکتوبر مياشت کې د شر او فساد ډلې د فرانسې په پاريس ښار کې تر ايفل برج لاندې په ښکاره د داعش څخه ملاتړ اعلان کړ او له خپلو پلويانو يې غوښتنه وکړه چې له داعش څخه ملاتړ او همکاري ورسره وکړي، د فريد په نوم د شر او فساد مقامت ډلې يو کس چې په ياده ډله کې مهم او احمد مسعود ته نږدې کس بلل کيږي؛ د شر او فساد او داعش مشترک اهداف بيانوي او وايی: هيڅ داسې دليل نشته چې موږ له داعش څخه ملاتړ ونه کړو.
دا چې د شر او فساد ډله د فرانسوي استخباراتو سره ژورې اړیکې لري او له نږدې ورسره کار کوي نو په همدې اساس ويلی شو چې د فرانسوي استخبارتو تر سيوري لاندې او د فرانسې د دولت په زړه کې دا ډول په جرئت سره له داسې يو وحشي خوارجي ډلې څخه ملاتړ اعلانول خو په وړانډې يې د فرانسويانو چوپتيا د دې ښکاره ثبوت دی چې په دې کار کې فرانسويان هم د دوی تر شا دي.
د داعش څخه د فرانسې د ملاتړ او اړيکو خبره يوازې تر دې کچې نده محدوده، د ۲۰۱۶ م کال په جون مياشت کې د اروپا او فرانسې يوې معتبرې او مهمې ورځپاڼې لوموند او د ترکيې اناتولي خبري آژانس په عراق او سوريه کې د داعش ډلې څخه د فرانسې د لافاژ په نوم د سمنټو د يو توليدي او تجارتي شرکت اړيکي او حمايت افشا کړ، په دې راپور کې په ډاګه شوې وه چې ياد شرکت د فرانسې استخباراتي سازمانونو هم په دې اړه په جريان کې اچولي و خو فرانسوي استخباراتو نه يوازې دا چې ياد شرکت ته يې د داعش سره د اړيکو او حمايت د جرم په اړه خبرداری نه و ورکړی بلکې په پټه يې د دې شرکت له لارې د داعش سره خپلې مخفي اړيکې هم جوړې کړې وې. دې شرکت داعش ته د تونلونو او پټنځايونو د جوړلو لپاره سمنټ ورکول. سوال دا دی چې فرانسوي استخبارات خو به د داعش خراسان په صفوفو کې د شر او فساد ډلې له لارې د نفوذ کولو اراده نه درلوده؟ د داعش ډله د نشأت څخه تر اوسه د امريکا، غرب، اسرائيلو او د سيمې د هيوادونو د استخباراتو د لوبو نانځکه ده او دا هر څه په عراق او شام کې ټولې نړۍ ته ښه ثابت شول، اوس د داعش په مزعوم او خيالي خلافت کې د خراسان ډله تر نورو ځکه د غرب لپاره مهمه ده چې دلته د اسلامي امارت په لاس د غرب کبر او غرور اوبه شو، نو خود به غرب هڅه کوي چې د خراسان داعش له لارې د اسلامي امارت په ضد خپله جګړه په بل ډول روانه وساتي. نو ویلی شو چې هو! د فرانسې، غرب او امريکا استخباراتو د داعش خراسان په ليکو کې نفوذ کړی دی او دا ډله د خپلو منافعو لپاره لوبوي.
هندوکش ته داسې په اسناد په لاس ورغلي چې د 2022 اګست مياشت کې د شر او فساد ډلې مهم غړی او په ملي مقاومت شوری کې د مشرقي شوری مسؤل حضرت علي او زوی يې په پيښور او اسلام آباد کې د داعش او شر او فساد ډلې تر منځ د روابطو او دوه اړخيزو همکاريو د تنظيم په چارو بوخت دي، د دې مجالسو او توافقاتو په اساس دوی به په مشترک ډول په افغانستان کې د بريدونو لپاره مالي او تسليحاتي امکانات برابروي. دا ناستې اکثره د ملک زرين او حاجي حيات الله په همکارۍ او منځګړيتوب ترسره کيدلې.
ایوب زرین د محمد زرين زوی چې د کنړ ولایت اسمار ولسوالس میاګو کلي اصلي هستوګن دی او اوس مهال د پاکستان خيبر پښتونخوا د باجوړ مسکیني سيمې په سالار زو کلي کې اوسیږي، ډیری وخت اسلام آباد او کراچۍ ښارونو ته سفرونه کوي.نوموړی د شر اوفساد ډلې له خوا د کنړ ولایت لپاره تش په نوم والي و .یاد شخص په مسکیني سیمه کې په ۱۴۴۵/۴/۲۵نېټه د داعش خراسان څانګې له لوړې کچې مسؤلينو سره ملاقات کړی و.
د دې ناستو په دوام په ۲۰۲۳/۰۳/۲۰نېټّه په اسلام آباد کې د داعشي خوارجو ، شر او فساد ډلې او د تير نظام د ځينو نظاميانو تر منځ بله ناسته وشوه او په دې توافق وشو چې د اسلامي امارت پر ضد به په افغانستان کې د داعش ډلې تر نامه لاندې فعالیتونه ترسره کوي او د ځينو بريدونو پړه به داعش ډله په غاړه اخلي.
د يادې غونډې په تعقيب په اسلام آباد کې په ۲۰۲۳/۰۶/۰۵نېټه د داعشي خوارجو او شر او فساد ډلو ترمنځ بله ناسته د مشرقي زون د شر او فساد او داعشي خوارجو د مسؤلينو تر منځ ترسره شوه چې د حضرت علي نماينده ګل کريم شاړي هم پکې ګډون درلود.
د مقاومت جبهې او داعش ډلې قومندانانو او محلي نظامي مسؤلينو اوس مهال په پټه يو له بل سره د اړيکو جوړولو او همکارۍ په موخه ځينې پرمختګونه هم کړي دي. د قومندان امان الله په نوم د شر او فساد ډلې يو مسؤل چې په مشرقي سيمو کې د شر او فساد ډلې لپاره پټ فعاليتونه ترسره کوي اوس يې د داعش ډلې سره هم اړيکې جوړې کړې دي او په همدې موخه يې ايران او پاکستان ته څو ځله پټ سفرونه او هلته له داعشي مسؤلينو سره ليدنې ترسره کړې دي او د قاري قسيم خراساني په نوم د شر او فساد ډلې يو محلي قومندان هم د داعش ډلې سره بيعت کړی دی.
د هندوکش د معلوماتو پر اساس چې د استخباراتو لوی رياست له خوا د عجب ګل په نوم د شر او فساد ډلې يو غړی ونيول شو چې اصلي د کابل ولايت اوسيدونکی دی، نوموړي په خپلو اعترافاتو کې په ډاګه کړې چې د داعش ډلې سره يې د شر او فساد ډلې د مسؤلينو په اجازه او خوښه اړيکې او همکاري لرله.
همدا راز هندوکش ته په رسیدلو معلوماتو کې دا هم په ډاګه شوې چې د استخباراتو لوی رياست په ۲۰۲۳ سپتمبر مياشت کې په بدخشان ولايت کې د داعشي خوارجو يوه ۱۳ کسيزه عملياتي شبکه ونيوله، په دې نيول شوو کسانو کې يو يې د داعشي خوراجو په منځ کې د شر او فساد مقاومت جبهې نماينده و چې د دواړو باغي ډلو تر منځ يې اړيکې تنظيمولې او د داعش د موټر او نورو بريدونو لپاره يې پوځي وسائل او لوژستيکي اکمالات برابرول.
همدارنګه د داعش ډلې يو غړی حبیب الله د نظرمحمد زوی چې د کابل ولایت اصلي اوسيدونکی دی، په ۱۴۰۱/۴/۲۱نېټّه په کندز ولایت کې د داعشیانو پر مرکز د علمیاتو په ترڅ کې د تاجکستان او ازبکستان خاورې ته د راکټونو توغولو په تور ونیول شو.نوموړي د تحقیق په جریان کې اعتراف کړی،چې د بي ام یک توغندیو مرمۍ له پنچشير او اندراب څخه دشر او فساد د قومندانانو له لوري ورته انتقاليدلې.
هندوکش ته په رسیدلو معلوماتو کې دا هم ویل شوي د استخباراتو لوی رياست د ځينو نورو نيول شویو داعشي خوارجو څخه په تحقيقاتو کې معلومات تر لاسه کړي و چې په بدخشان کې يوه ډله شر او فساد ډلې جنګيالي فعال و چې مخکې يې په داعشي خوارجو کې فعاليت درلود، د نيول شوو کسانو د اعترافاتو په اساس د دې ډلې ځينې کسان د اسلامي امارت د مجاّهدينو په عملياتو کې له منځه ولاړل، دا په دې دليل دی چې داعش او شر او فساد ډله په بدخشان او نورستان ولايتونو کې د ځّينو توافقاتو ته رسيدلي دي او يو له بل سره عملياتي او استخباراتي اړيکي او همکارۍ لري.
د شر او فساد لخوا د داعش دا ډول عملياتو لپاره د تسليحاتي او لوژستيکي مرستې معنی څه ده؟ دا چې د شر او فساد ډله په افغانستان کې د غرب استخباراتو ته تر ټولو نږدې خدمتګاران دي نو ځکه د دې لارې په داعش کې نفوذ کول او د دوی په توسط د داعش ډلې څخه په منځنۍ آسيا کې خپل اهداف په نښه کول، تهديدول او له ګواښ سره مخ کول يو له آسانه او ارزانه لارو څخه دي نو ځکه خو غرب په لومړيو کې وتوانيد چې د خراسان داعش له لارې لږ تر لږ په منځنۍ آسيا کې خپل حريفان انديښمن کړي، خو د اسلامي امارت له لوري د غرب دا لوبه ډېره زر له منځه يوړل شوه او اجازه ورنه کړل شوه چې د افغانستان خاوره دې د پرديو استخباراتي موخو لپاره د لوبو په ميدان بدله شي.
په ۲۰۲۳ اګست مياشت کې د داعش ډلې اړوند العزائم خپرندویې ادارې د پيغام تر عنوان لاندې يو ۱۴ صفحیې مطلب نشر کړ، په دې پيغام کې داعش د مقاومت جبهې، د پنجشير له خلکو او د نورو شمالي ولايتونو له خلکو څخه مرسته غوښتې وه، په داسې حال کې چې داعش په افغانستان کې د نوي استخدام او جلب او جذب له جدي مشکل سره مخ دی؛ په دې پيغام کې داعش په ډير ماهرانه ډول د مقاومت جبهه او پنجشير ولس د اسلامي تاريخ دنګ منارونه بللي و او دوی يې هغه څوک ياد کړي چې تل يې د اشغالګرو په وړاندې خپلې تورې له تيکي څخه راويستلي دي، په دې ترتيب داعش دوی په خپل زعم اسلامي وحدت او اخوت ته هڅوي او ترې په صراحت غوښتنه کوي چې له دوی سره يو ځای شي.
د فکر وړ خبره دا ده چې داعش ډله داسې يو جهت ته د اسلامي اخوت ترغيب ورکوي او د دوی په زعم د وطنيت او قوم پرستۍ له عقيدي او فکر څخه د ژغورلو هڅه يې کوي چې د اسلامي امارت په وړاندې د دښمنۍ او جګړې اصلي او اساسي دليل يې یوازې قوميت دی، فکر يې په کامله معنی د غربي ديموکراسۍ څخه خړوبيږي او هدف يې د يو ديموکراتيک او په غیر اسلامي اصولو نظام رامنځ کول دي چې په کامله معنی د غربي ديمواکراسۍ تطبيقوونکی وي.
نو داعش ولې د يوې داسې ډلې څخه د مرستې غوښتنه کوي؟ آيا داعش ډله ضعيفه شوې ده؟ يا هم داعش حتی په خپلو اصولو او تکفيري عقيده هم ندی ولاړ؟
حقيقت دا دی چې د داعش لخوا د دې استمدادي پيغام نشرول، د داعش او شر او فساد ډلې يو بل ته د مرستې غوښتلو لاسونه غځول د اسلامي امارت د مخالفينو (داعش او شر او فساد) د ضعف او کمزوري ښکارندویي کوي او همدا وجه ده چې دواړه ډلې يې ّهڅولې دي چې يوازې په يو مشترک ټکي يعني د اسلامي امارت سره د دښمنۍ په موخه راټول شي، يو بل ته د مرستې غوښتلو لپاره لاسونه وغځوي او د اسلامي امارت په وړاندې يو له بل سره عملياتي او تسليحاتي مرستې وکړي.
د دې څخه دا هم معلوميږي چې داعش ډله حتی له خوارجو څخه هم بدتره دي او خپلو اصولو ته هم ژمنتيا نه لري، دوی ټول هغه څوک چې د ديموکراسۍ او وطنيت په عقيده جګړه او مبارزه کوي تکفيروي او ورسره جهاد اعلان بولي خو اوس چې داعش داسې يوې ډلې ته د موالاة لاسونه غځوي، نو د دوی په خپله عقيده به د دوی حکم څه وي؟ په دې اساس بايد داعش ډله د خپلو اصولو په اساس تکفير او اسلام مبارک دین څخه خارج وبلل شي.
د هندوکش د معلوماتو پر اساس د الله داد فدايي په نوم د شر او فساد ډلې يو مهم قومندان چې اوس مهال په ايران هيواد کې ميشت دی، په ايران کې د داعش او شر او فساد تر منځ اړيکي تنظيموي، ، الله داد فدايي چې په ۱۳۹۹ کال کې په تيره اداره کې چې کله د ميدان وردک ولايت د امنيې قومندان و، د اهل تشيع په يو غير مسلح لاريون يې بريد وکړ چې په نتيجه کې يې ۱۱ تنه اهل تشيع هيوادوال ووژل شول او تر ۳۰ زيات کسان پکې ټپيان شول، د معلوماتو پّه اساس ياد کس د داعشي خوارجو سره له هماغه وخته مخفي اړيکې جوړې کړې وې او ياد برید يې هم په همدې انګيزه او د داعش په دستور ترسره کړی و.
د شر او فساد ډلې اکثریت غړی د تیرې ادارې چارواکي دي،چې یادو چارواکو په تیره اداره کې د مختلفو بهرنیو استخباراتی او جاسوسي سازمانونو سره ټینګ روابط درلودل او د دوی لپاره به یې په هیواد د ننه او بهر معلومات راټولول، له دې سربيره دوی اوس په لوړه او متوسطه کچه د داعش ډلې سره د اړيکو او همکاريو په هڅه کې دي او تر ډيره دې اړيکو پرمختګونه هم کړي دي، په دې اساس لرې نه ده چې په ځينو ګاونډي هيوادونو کې د يادې ډلې فعاليت او پرته له محدوديت څخه تګ راتګ به په سياسي او امنيتي لحاظ د يادو هيوادونو لپاره ډيره زيانمنونکی وي، دا احتمال شته دی چې په ګاونډيو هيوادونو کې د شر او فساد ډله هم د داعش د بريدونو لپاره د تسهيلاتو په برابرولو کې مرسته وکړي او هم د غرب، امريکا او اسرائيلو سره د پټو او قوي استخباراتي اړيکو پّه اساس په دې هيوادونو کې د يادو جهتونو لپاره استخباراتي فعاليتونه او خدمتونه ترسره کړي.
پای
۱ څرگندون
السلام علیکم ورحمۃ اللہ وبرکاتہ
امید لرم چې خير و عافیت به وي.