Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبین»د داعش څېره ورځ تر بلې څرگندېږي
    تبین

    د داعش څېره ورځ تر بلې څرگندېږي

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش4 فبروري 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد خوږیاڼی
    داعش په عراق او د سوریې په ځینو برخو کې داسې مهال خلافت اعلان کړ، چې هغه وخت په عراق کې د امریکا او ناټو زرگونه عسکر مېشت وو. د عراق ځمکنۍ او هوايي لارې یې په واک کې وې او کولی یې شول چې د عراق هره برخه کې عملیات وکړي. که څه هم په عراق کې مقاومت روان و، خو د داعش د ټوپک شپېلۍ د امریکايي + ناټو عسکرو پر ځای د دوی پر ضد جنگېدونکو خلکو ته واوښتې. د یرغلگرو پر وړاندې روان مقاومت یې کمزوری کړ. د عراق مجاهدینو پر یو وخت هم له امریکايي، هم له ناټو، هم له داعش او هم د عراق د پولیسو او پوځ سره لاس او گرېوان شول. امریکا، اروپا، روسیې او د نړۍ هغو هېوادونو چې خپلو ځینو خلکو نه یې وېره لرله، پولې ورته خلاصې کړې او تر عراق یې راورسول او همدلته یې ووژل. داعش ته غرب دومره تبلیغات وکړل، چې په لنډ وخت کې یې ډېر مشهور کړل او نړۍ ته یې یوه خطرناکه ډله وروپېژنده. په دغه نړیوال(غربي اشر) کې د نړۍ گڼ استخبارات او هېوادونه ښکېل وو. په عراق او سوریه کې د داعش خپلې پښې ټینگې شوې نه وې، چې سر یې افغانستان ته هم راورسېد. ننگرهار، روزگان او فاریاب هغه ولایتونه وو، چې د داعش پکې فعالیت پیل شو. خو هغه وخت د طالبانو له لوري ډېر ژر وځپل شول او په ټولو سیمو کې یې ټغر ورټول کړ. د فاریاب په درزاب کې د پخواني حکومت دوه میاشتې د عملیاتو خبره کوله، خو طالبانو په څو ورځو کې هلته هم د داعش ټغر ور ټول کړ. د داعش د درزاب مسوول رسنیو ته په ښکاره وویل، چې طالبانو له څو خواوو محاصره کړي وو. د فاریاب د ملي امنیت رئیس ته مې زنگ وواهه، امنیه قومندان مې خبر کړ، کابل مې خبر کړ، خو هېچا مو هم مرسته نه کوله. هغه داعشیان چې له درزاب د ملي امنیت په الوتکو کې پورته شول، تر اوسه معلومه نه شوه چې دغه داعشیان چېرته یوړل شول او څه شول؟
    د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې هم طالبانو د داعش د بېخ کنده ورکېدا په پار عملیات پیل کړي وو. د ننگرهار په هغو سیمو کې چې طالبان او داعش سره په مخامخ جگړه کې ښکېل وو، د پخواني حکومت او امریکا له لوري یوازې د طالبانو لیکې بمبارېدې او پر داعش کوم بم نه غورځېد. د جمهوریت له سقوط مخکې بالاخره د افغانستان په ټولو سیمو کې د داعش ټغر ټول شو. له دې وروسته د داعش بریدونه یوازې د هزاره‌وو په مرکزونو پیل شول. داعش بیا هم نه امریکا ته لاس اوږداوه او نه یې جمهوریت سره کار درلود. د دوی یوازېنۍ موخه طالبان او په افغانستان کې د قومي جگړې پیلېدل وو. د جمهوریت پر مهال هم ځینې اشخاص د داعش په ملاتړ تورنېدل؛ خو تر پایه کوم چارواکی د محاکمې مېز ته راکش نه شو او نه پرې پوښتنه وشوه. د ولسي جرگې مخکېني غړي ظاهر قدیر یوه ورځ ښکاره وویل، چې د داعش وسله‌وال د ملي امنیت له مېلمستونونو بېول کېږي، درملنه یې کېږي، خوراک او معاش ورکول کېږي.
    پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته ځینې بریدونه وشول، چې مسوولیت به یې داعش واخیست. اوسمهال د داعش سربېره د مقاومت جبهې نوم هم یادېږي. د داعش کوم غړي چې د استخباراتو ریاست نیولي، ډېری یې د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو دي. د پاکستان د طالبانو تحریک(ټي‌ټي‌پي) پخواني ویاند احسان الله احسان تېره اوونۍ د سنډې ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو، چې د داعش وسله‌وال د پاکستان پوځ او استخبارات تمویلوي او ملاتړ یې کوي. په دغه مرکه کې نوموړي ویلي وو، چې کره ثبتونه لري چې د داعش ملاتړ د پاکستان پوځ او استخبارات کوي او موخه یې د طالبانو د نظام کمزوري کول دي.
    احسان د داعش ډلې د هغو ۲۰ وسله‌والو نومونه هم خپاره کړي، چې د پاکستان پوځ او استخباراتو په دولتي مېلسمتونونو کې د ځانگړو بریدونو د کولو لپاره ساتلي او د راو عمران، اقبال جادون او خلیل تاج کیاني په گډون د پاکستان د استخباراتو ادارې خاص جنرالان یې د امنیت خوندیتوب پر غاړه لري او په مستعارو نومونو فعالیت کوي. :«زما د معلوماتو پر بنسټ د پاکستان پوځ پلان لري، چې د داعش ډله په افغانستان کې دننه د حکومت پر وړاندې وکاروي. پاکستان خپل اقتصادي وضعیت او د عامو پاکستانیانو په منځ کې بدنامېدلو مسئلې ته په کتو غواړي چې په افغانستان کې د یادې ډلې فعالیت ډېر کړي.»
    ښاغلي احسان همدارنگه په دغه مرکه کې ویلي، چې معلومات یې نهايي دقیق او د پاکستان حکومت یې د کره‌والي په خاطر ننگولی دی.:« د داعش ډله د پاکستان پوځ لپاره وروستی غوراوی دی، ترڅو يې د یوې نیابتي ډلې په حيث د افغانستان پر حکومت د فشار د الې په توګه وکاروي؛ تر څو له دې درکه یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې مرستې او د غرب مالي ملاتړ تر لاسه کړي او هغوی ته دا وښيي، چې اسلام‌اباد هغه یوازېنی لوبغاړی دی، چې کولی شي کابل اداره کړي.»
    د پاکستان سربېره د نړۍ گڼ شمېر هېوادونه اوسمهال له داعش د یو لاس وچولو د یوې الې په توگه کار اخلي. له دې ډلې سره د نړۍ گڼ استخباراتي سازمانونه ملگري شوي او غواړي خپل دښمنان د دوی په وسیله وځپي. په نړۍ کې گڼې ډلې را پورته شوې او ډېر ژر له منځه ولاړې. داعش هم هغه ډله ده چې اوسمهال د ورکېدا په درشل کې ده؛ خو تر شا یې د نړۍ استخباراتي سازمونه دي او څو کلونه نور به یې هم وجنگوي

    مخکینۍ مقالهد ډلو ټپلو مدیریت د وخت ضرورت
    راتلونکي مقاله پر غزې بمباري؛ ۱۰۷ ملکي وگړي یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي

    مربوطه لیکنې

    د خصوصي ګارډانو او له چینایي ښځو سره د لانجمنو عکسونو په اړه وضاحت

    8 اکتوبر 2024

    د پخواني حکومت د یو تن نظامي (عصمت الله نوري) د مړينې حقيقت!

    30 سپتمبر 2024

    ولې بغاوت؟ له اسلامي نظام څخه د باغیانو د سرکښۍ لاملونو ته کتنه

    26 سپتمبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جون 2025

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې…

    مولوي سیف‌ الاسلام خیبر: هغو مېله‌والو چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې‌نظمي کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه‌ قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي

    10 جون 2025

    د اتریش په یوه ښوونځي کې وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې لس تنه وژل شوي

    10 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    10 جون 2025

    مولوي سیف‌ الاسلام خیبر: هغو مېله‌والو چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې‌نظمي کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه‌ قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي

    10 جون 2025

    د اتریش په یوه ښوونځي کې وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې لس تنه وژل شوي

    10 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،953 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،885 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،877 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.