Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د دوحې تړون؛ پر افغانستان د جنګ سالارانو د واک د پای پیلامه
    لیکني

    د دوحې تړون؛ پر افغانستان د جنګ سالارانو د واک د پای پیلامه

    صابر افغانصابر افغان28 فبروري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د کب میاشتې پر لسمه نېټه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ یو تاریخي تړون لاسلیک شو؛ هغه تړون چې افغانستان ته یې د یوه نوي روڼ سهار زیری ورکاوه.

    د افغانستان خلک دا ورځ د خپل معاصر تاریخ د عطف یوه مهمه نکته او پر هېواد د جګړه‌ مارانو د واک د پای ته رسېدو پيلامه بولي.

    هغه جنګ سالاران چې دوې لسیزې یې د خارجیانو تر سیوري لاندې د افغانستان خلک یرغمل کړي وو او پر دې مظلوم ملت یې بې‌ شمېره ستونزې او کړاوونه راوستل.

    د شل کلن اشغال پر مهال، د افغانستان خلک تر بهرنیو یرغلګرو ډیر د هغو تش په نوم رهبرانو له لاسه وځپل شول، چې یوه ورځ یې د جهاد چیغې وهلې، ځانونه یې د اشغال په وړاندې د جهاد او مبارزې د لومړۍ کرښې سرلاري بلل.

    هماغه کسان چې د اسلام او جهاد په نامه یې ځان ته دوکانونه خلاص کړي وو، د شنو ډالرو او حکومتي څوکیو په بدل کې یې خپل ایمان، عزت او د ملت سرنوشت وپلورل.

    که څه هم دا تړون په رسمي ډول له امریکایانو سره لاسلیک شو، خو هیڅوک د دې حقیقت له منلو انکار نشي کولی چې د جنګ سالارانو او د جمهوریت د فاسدو مشرانو زوال، د هغوی د بهرنیو بادارانو له ملاتړ پرته حتمي و.

    د تړون د لاسلیک په سبا د جمهوریت د ړنګېدو نښې په چټکۍ راڅرګندې شوې؛ یوازې یو کال او شپږ میاشتې وروسته، د جمهوریت فاسده اداره وپاشل شوه او د تاریخ کندې ته وغورځېده.

    که څه هم د دوحې له تړون وروسته د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره زمینه برابره شوې وه، خو د جنګ سالارانو غرور، د قدرت تنده او له فساد سره یې ژور تړاو دا فرصت له منځه یووړ، جګړې ته یې دوام ورکړ، چې په پایله کې یې ټول نظام سقوط او جعلي رهبرانو یې د خپلو بهرنیو بادارانو غېږې ته پناه یووړه.

    بالآخره امریکا د دوحې تړون په لاسلیک کولو سره خپله ماتې ومنله، د کابل د فاسد رژیم له نسکورېدو سره سم، په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شو، فساد او بې‌ عدالتي پای ته ورسېدل او افغانانو له خپل شان سره مناسب عزت ترلاسه کړ.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نړۍ تر ټولو ډېر بند تېروونکی فلسطيني وګړی د اسرائيلو له زندان څخه راخوشې شو
    راتلونکي مقاله هېواد ته راتلونکي لسګونه ټانکره بې کيفيته نفتي توکي بېرته مسترد شوي

    مربوطه لیکنې

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    مقاومت جبهه؛ پر افغان ولس د بندیزونو ملاتړې ډله

    17 نوومبر 2025

    هېواد چا د پردیو ګټو قرباني کړ؟

    16 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 20 نوومبر 2025

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.