Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د دوحې درېیمه ناسته؛ ولې باید د امارت حضور او اساسي موضوعات لومړیتوب وي؟
    لیکني

    د دوحې درېیمه ناسته؛ ولې باید د امارت حضور او اساسي موضوعات لومړیتوب وي؟

    صابر افغانصابر افغان27 مې 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو یو ځل بیا هڅه پیل کړې چې د افغانستان په اړه د قطر په پلازمېنې دوحه کې بله ناسته راوبلي.

    تر دې ناستې مخکې ورته دوې نورې ناستې هم شوې وې، خو د ځینو دلایلو له کبله دا ناستې بې پایلې وې.

    د یادو ناستو د ناکامۍ اصلي علتونه له اسلامي امارت سره په دې اړه مشوره نه کول، غونډې ته د فرمایشي کسانو او بې صلاحیته اشخاصو دعوت کول او پر حاشیوي او بې مورده مسایلو بحثونه وو.

    ښايي د دغو ناستو د ناکامۍ نور علتونه به هم وو، خو اصلي او عمده علتونه یې همدا دری وو. دغو مسایلو ته په کتو، اسلامي امارت هم له لومړي سره د یادو علتونو له کبله د دغو ناستو ناکامي درک کړې وه او هلته یې له ګډون ډډه وکړه.

    اوس بیا ملګري ملتونه په دې لټه کې دي، چې درېیمه ناسته هم جوړه کړي، خو تېرو ناکامو تجربو ته په کتو اوس ملګرو ملتونو هم دا درک کړې چې د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته دا ډول ناستې بې مانا او بې ګټې دي.

    له همدې کبله د روانې میاشتې په جریان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې افغانستان ته سفر وکړ او دلته یې له لوړ پوړو افغان چارواکو سره په دې اړوند مشورتي ناستې درلودې.

    د دغو سفرونو په دوام، تېره اونۍ د قطر د بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر شيخ محمد بن عبدالعزیز الخلیفي هم کابل ته سفر وکړ او د ریاست الوزرا د مرستیالانو په ګډون یې له مهمو چارواکو سره مشورتي ناستې درلودې او د دوحې په راتلونکې غونډه کې یې د اسلامي پر ګډون ټينګار کاوه.

    اوس اساسي پوښتنه دا ده چې که څه هم په دغه ناسته کې د اسلامي امارت د ګډون اهمیت ټولو درک کړی، دغه ګډون به د کومو شرایطو له مخې وي؟ دا پوښتنه څو اړخیزه ده او هڅه شوې چې په دې لیکنه کې یې پر ټولو اړخونو خبرې وشي.

    لومړۍ مسئله دا ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې ملګرو ملتونو او نورو جهتونو د افغانستان په اړه په مختلفو ځایونو کې مختلفې ناستې درلودې، خو دا ناستې د امارت د استازو له ګډون او د بحث موضوعاتو د بې اهمیتۍ له کبله بې پایلې او نمایشي وې.

    تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې که د افغانستان په اړه هره محوري ناسته او غونډه کېږي، د اسلامي امارت ګډون پکې مهم او اړین ټکی دی.

    دویمه مسئله د غونډې اجنډا او د بحث موضوعات دي. تېرو ټولو غونډو ته په کتو، اجنډاوې او بحث موضوعات تر ډېره بې ربطه، جزئی، حاشیوي او کم ارزښته وو، چې دې چارې هم د یادو غونډو په ناکامۍ کې رغنده رول درلود. درېیمه مسئله د غونډې د ګډونوالو ده.

    له بده مرغه تېرو غونډو ته تر ډېره فرمایشي فرسایشي او هغه ناکام او بدنام کسان د افغانستان په استازیتوب بلل شوي وو، چې ځينې خو یې لا چا پېژندل نه، ځینې نور یې بیا هغه پروژه‌يي کسان وو چې تېرې دوې لسیزې یې په یوه او بل نامه له بهرنیو پروژې راوړې او خپل جېبونه یې پرې ډک کړل.

    جالبه خو یې دا ده، هغه کسان چې هلته د افغانستان په استازیتوب بلل شوي وو، ډېری یې له هېواده وختي تښتېدلي، نه له چا سره اړیکه لري او نه یې له حال احوال خبر دي.

    دوی ټول په غرب او اروپا کې له معیشت له ډک ژوند خوند اخلي، خو دلته د افغانستان له وضعیت او دغه راز د نړیوالو ظالمانه بندیزونو په نتیجه کې د زیانمنو شویو خلکو له حاله اصلاً خبر نه دي، نو دا ډول کسان به څنګه د افغانستان استازیتوب کوي او د دوی په استازیتوب کې به دا ډول غونډې څنګه بریالۍ کېږي.

    دا ټولو مهمې او اساسي پوښتنې دي چې اوس اوس ښکاري د ملګرو ملتونو او نورو جهتونو سر هم پر خلاص شوی دی، نو ځکه یې هڅه پیل کړې چې دا ځل اسلامي امارت ته پکې فعال ګډون ورکړي، خو د اسلامي امارت ګډون هم باید مشروط وي.

    لومړی شرط خو باید دا وي چې د غونډې موضوعات باید اساسي او د اوسنیو ستونزو پر حل راوڅرخېږي.

    دویم دا چې د افغانستان په مسئلې کې د دخیلو اړخونو لکه امریکا، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او د سیمې هېوادونو باصلاحیته استازي پکې ګډون ولري، ځکه که د بندیزونو بحث دی، هم دوی بندیزونه لګولي او که د رسمیت پېژندنې مسئله هم ده، دوی پکې وخت ناوخته غیرمسوولانه څرګندونې کوي او یا فرمایشونه وړاندې کوي، نو اړینه ده چې دوی سره پکې په دې اړوند واضېحې او غوڅې خبرې شوي او د دوی شته اندېښنو ته واضېح ځوابونه وویل شي.

    بله مسئله هم د تعهداتو او ژمنو د عملي کولو لپاره باید تضمین او د تعقیب لپاره یې کمېسیون یا کمېټه جوړه شي.

    تېرو تجربو ته په کتو، په ډېری دا ډول ناستو کې غوړې او ګرمې ژمنې کېږي، خو علمي اقدام یا نه کېږي او یا هم ډېر ټکنی او ځنډنی وي، چې ښه بېلګه یې د سولې په تړون کې د امریکا له لوري پر شویو ژمنو عمل نه کول دي.

    بله او مهمه مسئله دا ده چې سیمه او نړۍ باید د افغانستان اوسني واقعیتونه درک او ومني، افغانستان ته د یوه خپلواک، ازاد او قوي هېواد او پیاوړي ملت په سترګه وکتل شي او که کومه اندېښنه یا ستونزه موجوده وي، پر ډيپلوماتیک حل یې دې فکر وکړي، ځکه د فشار، تورونو او بې ځایه بهانو سیاست هېڅ ګټه نه کوي او تل به بې پایلې وي.

    وروستۍ مسئله هم دا ده چې د افغانستان په روښانه او سوکاله راتلونکي دې فکر وشي، که خدای ناخواسته بیا هم څوک په دې فکر وي، چې په افغانستان کې اوبه خړې کړي او دوی پکې کبان ونیسي، دا چاره ناکامه ده او په افغانستان کې هر منفي سیاست لوبول، تر ټولو لومړی همدغه لوبغاړي اغېزمنوي.

    مخکینۍ مقالهننگرهار کې ۱۲۰ جریبه ځمکه له اتلس کلونو وروسته له غصب خلاصه شوې
    راتلونکي مقاله پاسپورټ ریاست: رئیس یې نیول شوی نه، بلکې د ځینو موضوعاتو په موخه کندهار ته غوښتل شوی

    مربوطه لیکنې

    د دوحې راتلونکې غونډه؛ له افغانستان سره د تعامل محوریت او د مخالفو ډلو انزوا

    26 جون 2025

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 26 جون 2025

    له ایرانه د افغان کډوالو د اخراج څپه؛ مولوي امیرخان متقي او کابل کې د ایران سفیر پرې خبرې کړي

    بهرنیو چارو وزارت: روسیه کې د یوه بېلاروسي له‌خوا له افغان ماشوم سره د تاوتریخوالي قضیه له نږدې څارو

    26 جون 2025

    چین: د امریکا استخباراتي اداره د جاسوسۍ تر ټولو اساسي اصول تر پښو لاندې کوي

    26 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ایرانه د افغان کډوالو د اخراج څپه؛ مولوي امیرخان متقي او کابل کې د ایران سفیر پرې خبرې کړي

    26 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: روسیه کې د یوه بېلاروسي له‌خوا له افغان ماشوم سره د تاوتریخوالي قضیه له نږدې څارو

    26 جون 2025

    چین: د امریکا استخباراتي اداره د جاسوسۍ تر ټولو اساسي اصول تر پښو لاندې کوي

    26 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،971 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،904 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،899 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.