د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند “سټیفان دوجاریک” ويلي، چې د دوحې درېیمه غونډه به د افغانستان په اړه د نړۍوال تعامل د لا ښه همغږي او منظم ډول وړاندې کولو په موخه جوړه شي.
دوجاریک په یوه خبري غونډه کې ویلي، دا غونډه د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو او د افغان حکومت د چارواکو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابروي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند زیاته کړې، چې په دې غونډه کې شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د سټیفان دوجاریک په وینا، د جولای په دوهمه به د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله “روزماري ډی کارلوګ” او د هېوادونو ځانګړي استازي د بشري حقونو د سازمانونو او یو شمېر نورو استازو سره وګوري.