Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د دوحې غونډه د افغانستان لپاره يو جال دی، افغان حکومت بايد ګډون ونه کړي
    لیکني

    د دوحې غونډه د افغانستان لپاره يو جال دی، افغان حکومت بايد ګډون ونه کړي

    صابر افغانصابر افغان11 فبروري 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهدټاکل سوې چې د فبروري پر 18مه او 19مه په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان لپاره د هېوادونو او نړيوالو بنسټونو د ځانګړو استازو په ګډون غونډه جوړه سي. دې غونډې ته طالبان هم ور بلل سوي تر څو پکې ګډون وکړي، خو د نظام له طرفه تر اوسه د‌ ګډون يا نه ګډون ځواب نه دی ورکول سوی او نه بايد افغان حکومت په داسې غونډو کې ګډون وکړي، چې نه د غونډې هدف روښانه دی او نه يې هم اجنډا معلومه ده؛ نه باید افغان حکومت داسې غونډو ته په ورتګ سره خپل حيثيت ته صدمه ورسوي. د بي بي سي د يوه خبر له مخې چې د بشر حقوق دې غونډه کې د بين الملل له سرمنشي څخه د ښځو د ګډون خواهش هم کړی، تر څو هلته د ښځو نماينده‌ګي وکړي او ورسره ويل سوي چې د LGBT(هغه نارينه چې له نارينه سره جنسي اړيکې لري، هغه ښځينه چې له ښځې سره جنسي اړيکې ولري او يا هم هغه نارينه يا ښځه چې خپل جنسيت ته تغير ورکوي ايل جې بې ټي بلل کېږي) نماينده هم بايد دې غونډه کې شتون ولري. ملګري ملتونه د غربي استخباراتو ښکاره نمايندګي ده او ټولې پرېکړې یې د غربي استخباراتو په خوښه دي؛ له جوړښت څخه بيا تر ننه يې د غرب د ګټو ساتنه کړې او په هر قيمت يې کوي، نه ورته نړۍ او د نړۍ امنيت مهم دی او نه هم نړۍ کې سوله؛ بلکې د نړۍ د امنيت د خرابېدو اصل لامل هم همدوی دي، د سولې اصل دښمنان هم همدوی دي او همېشه يې په هغو سيمو کې چې د غرب استخبارات غواړي مشکلات جوړ کړي او بيا يې د حل په پار غرب راوستل او د غربي استخباراتو د ګټې د خونديتوب لپاره کار کړی.بين الملل د سولې د قائم ساتلو په نامه تأسيس سوی، تر څو ملکونه د جګړې پر ځای مشکلات بين الملل کې حل کړي، خو د اکثرو جګړو تر شا د همدې بين الملل لاس وي، چې يو ښه مثال يې د افغانستان او يوکراين د جګړې دی، د ايران سره د مشکلاتو جوړولو پلان هم د همدې بين الملل دی، په نامه خو د نړيوال طاقت دی اما يواځې يې واک د څو طاقتوره غربي مملکتونو لاس کې دی. د اسرائيلو او فلسطينيانو موضوع ته که نظر وکړو، هلته بشري ناورين او د اسرائيلو ظلمونه بين الملل ودرول؟نه!دومره غټو موضوعاتو او بشري ناورين پر ځای دوی همېش پر دې موضوعاتو بحثونه کوي چې کوم ملک کې ښځې بربنډې نه راوځي، ولي ايل جې بي ټي قانون پلانکي ملک کې نسته. نو د دوحې دغه غونډه يې هم يواځې د غربي استخباراتو يوه لوبه ده، تر څو پر طالبانو او افغانانو فشار راوړي او هغه څه ورسره ومني چې غرب يې غواړي، هغه آزادي او هغه حالت چې غرب يې افغانستان کې غوښتونکی دی، دوی به يې دلته افغانستان کې له طالبانو غواړي او غونډه کې د ټولو ګډونوالو له طرفه به د افغان حکومت پر استازو فشار واردوي، پر افغان حکومت به له دغه ګډونوالو هغه که افغانان دي يا نور ملکونه د فشار د آلې کار اخلي.ويل کېږي دې غونډه کې د افغانستان د اوسني حکومت مخالفينو ته هم دعوت ورکول سوی، يعني هغه زاړه غله، تښتېدلي يې هم را غوښتي او د بين الافغاني تفاهم په نامه غواړي يو ځلي بيا د زړو تجربه سوو غلو او وحشيانو په استعمالولو سره د افغانستان راتلونکی او شته امن او ورورولي خرابه کړي، يا هم د ښځو د حقوقو په نامه غير شرعي، د افغاني او اسلامي کلتور مخالفې غوښتنې وکړي او که ورسره ونه منل سي نو شايد د نورو فشارونو څخه هم کار واخلي ځکه لازمه نه بولم چې افغان حکومت دې پکې ګډون وکړي، ولي چې دا د غرب يو جال دی.

    مخکینۍ مقالهنیکلاسون: قرغیزستان به د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه وي
    راتلونکي مقاله د دوحې ناسته که د افغانانو د امن د سبوتاژ دسیسه؟

    مربوطه لیکنې

    د امن او ثبات اختر؛ د قربانیو ثمره او د سوکالۍ هیله

    9 جون 2025

    شر غوښتونکي مخالفین؛ امن او باثباته افغانستان لار ورکي کړي دي

    7 جون 2025

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جون 2025

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې…

    مولوي سیف‌ الاسلام خیبر: هغو مېله‌والو چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې‌نظمي کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه‌ قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي

    10 جون 2025

    د اتریش په یوه ښوونځي کې وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې لس تنه وژل شوي

    10 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    10 جون 2025

    مولوي سیف‌ الاسلام خیبر: هغو مېله‌والو چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې‌نظمي کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه‌ قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي

    10 جون 2025

    د اتریش په یوه ښوونځي کې وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې لس تنه وژل شوي

    10 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،953 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،885 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،877 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.