Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د دوحې ناسته که د افغانانو د امن د سبوتاژ دسیسه؟
    لیکني

    د دوحې ناسته که د افغانانو د امن د سبوتاژ دسیسه؟

    صابر افغانصابر افغان11 فبروري 2024۱ څرگندون3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ارغوان وطنیارد دوحې ناسته په افغانستان کې د نظام د تضعیف کولو او نهایت کې د نسکورولو نامراده هڅه ده، بهرنیان په دې لټه کې دي چې څنګه یو لاسپوڅی، اجیر او بې واکه نظام په افغانانو وتپي، دا د هغو تېروتنو تکرار دی چې بهرنیان یې هڅه کوي.د تاریخ په اوږدو کې دلته بهرنۍ اجنډاګانو پرته له وير، وېرې او جګړې د تداوم بله کومه پایله نه ده لرلې.د افغانستان مسلمان ملت نه غواړي چې یوځل بیا له هغو سوریو وچیچل شي کوم چې څو ځله ترې چیچل شوي.په افغانانو کې دا خبره خورا مشهوره ده چې وايي، افغانستان خو څه لابراتوار نه ده چې دلته دې د نظامونو شکلونه، ډولونه او بڼې له بهره واردې شي.افغانان ځانته تاریخ، کلتور، ثقافت او ارزښتونه لري، د همدې ارزښتونو په رڼا کې خپل د ژوند تګلاره ټاکي.موږ افغانانو د بې نظامیو تراخه څکلې او دغه تراخه موږ ته د همدغو خواخوږو بهرنیانو ارمغان دی، چې موږ ته یې متزلزله ادارې راجوړې کړي او خپلې اجنډاوې یې تطبیق کړي، موږ ته یې یوازې جګړې او ویرونه په میراث پریښي.د دوی دغسې اقدامات افغانستان د نیابتي ډلو او نیابتي جنګونو په میدان بدل کړی، چې په ترڅ کې یې آن زموږ د ملت سازۍ روحیه مړاوې کړې، علت یې همدا دی چې دلته په تفرق سرمایه ګذاري شوې، د نفاق د فارمول په واسطه چې وایي( بېل یې کړه ایله یې کړه ) ټوله ازاده ملتونو یې سره خپلو کې اچولي.دا چې څوک د فدرالي نظام نغارې ډنګوي، څوک د خراسان سرینده غږوي او څوک بیا د هزارستان خیالي کیسې غږوي، دا ټول د (تفرق واچوه او حکومت وکړه)تسلسل دی.زموږ جغرافیه همدې ناوړو نادودو التهابي کړې، د دوحې، ترکیې، ایران، ناروې، جرمني، فرانسې او هغه ناستې چې د اوسني حاکم نظام پر ضد بهر هېوادونو کې ترتیبیږي برخوال یې غاصبین، فاسدین، قاتلین، غله او داړه ماران دي، دغه څېرې د افغانانو له زړونو او سترګو غورځېدلي، افغان متدین ملت رټلي او بیا نه غواړي چې دغه د شخصي زندانانو جلادان، اختطافګر او پردي جاسوسان په نظام راګډ شي یا هم د نظام برخه شي.او بهرنیان بیا غواړي همدا چې افغانان دي د یو مخلوع او اجیرې ادارې خاوندان وي، دوی غواړي داسې یوه اداره دلته جوړه کړي چې وروسته پاتي نظام وي ترڅو په یوې جټکې یې ستنې را ونړيږي.مصلحت او حکمت همدا ایجابوي مخکې تر دې چې دا شته نظام سبوتاژ شي باید د دوحې او دې ورته ناستې او دسیسوي پلانونه سبوتاژ شي.

    مخکینۍ مقالهد دوحې غونډه د افغانستان لپاره يو جال دی، افغان حکومت بايد ګډون ونه کړي
    راتلونکي مقاله یو هندي پانگه‌وال په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانگونې ژمنه کړې

    مربوطه لیکنې

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025

    انتخابي عدالت که د فشار وسیله؟ د جمهوریت د جنایاتو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې چوپتیا

    16 جولای 2025

    ۱ څرگندون

    1. شیر الله on 11 فبروري 2024 8:12 AM

      محترم ارغوان . ستاسو لیکنه بلکل حقیقت ده چی هیڅ هیواد نغواړی یو اتل قوی او ازاد افغانستان وحود ولری مګر دا دافغانستان حاکمانو پوری اړه لرې چی څنګه کولی شې یو پیاوړی هیواد او د جاسوسانو نه خلاص حکومت جوړ کړی
      مونږ چی فکر کو په خپله د حکومت حاکمان همداسې یوې دسیسې ته لار جوړوی او دوی په خپله د همداسې یوې دسیسې عامل دی اول دوی باید خپلی نیمګړتیاوی اصلاح کړی همدا اوس تقریباً ټول ملت ناراضه ده دوی په دوه کلونو کښې یوه د حجاب ترحه جوړه نشوه چی د مسلمانو بچیان په یو اسلامی او شرعې چوکاټ کښې ښونځیو ته ولاړ شې که مونږ علم ولرو نو په اسلام به هم ښه پوهیږو او چی علم نوی نو داسلام دین به څنګه زده او څنګه خپور کړو دین خو صرف افغانستان پوری محدود نده باید نړی کی خپور او د اسلام دین ښه والی دنیا ته وښودل شې دا هر څه چی دی په خپله حکومت مسوول ده دوې که دملت هغه ضروری نیازمند یانی پوره کړی هیڅ کس به بیا هغه لنډغر و چپاولګرو ته وخت ور نکړې او هغه غله هم پوه دې جی همدایوه لار ده چی باید د خپلو بادارانو ته یې وړاندی کښې چی دوی د علم تعلیم او ترفی ضد دې که دحکومت مسوولین غواړی چی وطن جوړ ملت ارامه او خداوند (ج) خوشحاله او ځانونه د رب له غضب نه خلاص کړې هر څه دی د اسلام په چوکاټ کښې خلکو ته برابر کړې کار تعلیم د بشر حقوق هغه د بشر حقوق چی په اسلام کښې دې په هیڅ دین او مذهب کښې نسته ولی د هغه عملی کول یوه طریقه غواړی مګر د حکومت مسوولین بر عکس روان دې.
      الله دې زمونږ وطن او مومن ملت د لنډغری چور وحشت او منکراتو وژغوری

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    د ازموینو ملي ادارې نن (یکشنبه، د چنګاښ ۲۹مه) د حکومت د رسنیو مرکز کې…

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې د بلوچستان په سوراب کې د پاکستاني پوځ پر کمپ برید کې شپږ پوځیان وژلي

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې د بلوچستان په سوراب کې د پاکستاني پوځ پر کمپ برید کې شپږ پوځیان وژلي

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.