Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د دوحې ناستې مثبت پیل او له افغان حکومت سره پر تعامل ټینګار
    افغانستان

    د دوحې ناستې مثبت پیل او له افغان حکومت سره پر تعامل ټینګار

    عمران آغاعمران آغا1 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    د افغانستان په اړه د ګڼو بهرنیو او نړیوالو رسنیو د سر ټکي موضوع په دوحې کې د افغانستان په تړاو روانه ناسته ده چې پر بېلابېلو اړخونو یې خبرې او تحلیلونه شوي دي.

    د راپورونو له مخې د افغانستان په تړاو د دوحې د درېیمې ناستې د پیل ورځ مثبته وه او د افغانستان په استازولۍ د افغان حکومت د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد خبرې وکړې او د خپل حکومت او خلکو په استازولۍ یې خبرې وکړې.

    نوموړي په خپلو خبرو کې ملګري ملتونه او د یادې غونډې نور برخه وال پر افغانستان د یو اړخیزو او څو اړخیزو بندیزونو د لګولو له کبله وننګول او دغه راز یې له نړۍ سره د اوسني افغان حکومت پر مثبت، فعاله او اقتصادي محوره تعامل ټینګار وکړ.

    تر دې ور هاخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي د سیاسي چارو او سولې په برخه کې مرستیالې روزمري ډیکارلو، چې د افغانستان په اړه د دوحې د روانې درېیمې غونډې مشري کوي، د غونډې د لومړۍ ورځې له خبرو وروسته د دې ناستې پیل ګټور بللی او په خبره یې دا لومړی ځل دی چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ دا ډول مخامخ غونډه کېږي. په ډېرو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د اصولي تعامل په تمه یو.

    بلخوا د دې ناستې کوربه قطر هېواد، د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو استازو هم په یاده غونډه کې او د افغان حکومت له پلاوي سره په جلا جلا ناستو کې د افغان حکومت له دریځ ملاتړ اعلان کړی او له افغانستان یې پر مثبت تعامل، دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ممکنه ستونزو او اندېښنو پر ډيپلوماتیک حل او دغه راز د افغانستان پر بانکي او مالي سیستم د بندیزونو پر پای ته رسېدو ټينګار شوی دی.

    د دوحې درېیمې ناستې د لومړۍ ورځې مثبتې فضا ته په کتو به ښايي دویمه ورځ هم په همدې ډول مثبت پای ته ورسېږي چې ټاکل شوې د دې ناستې د پرېکړو د عملي کولو لپاره به دوه اړخیزې او څو اړخیزې کاري ډلې هم جوړې شي. دا ناسته په افغانستان کې د نوي افغان حکومت له واک ته رسېدو وروسته لومړنۍ جامعه، اصولي او دغه راز پر اساسي مسایلو راڅرخېدونکې ناسته ده، چې د افغانستان پر اقتصادي ودې به له شک پرته لنډ مهال، منځمهاله او دغه راز اوږدمهاله مثبتې پایلې ولري.

    د دې ناستې تر پیل وړاندې که څه هم ځينو اړخونو هڅه وکړه چې دا ناسته هم د تېرو هغو په څېر تشریفاتي او پر غیر اساسي موضوعاتو راوڅرخوي، خو د افغان حکومت له پرله پسې ټینګار او د اجنډا ته د اساسي مسایلو د نه داخلېدو په صورت کې ورسره د پرېکون له کبله دا ناسته بېرته پر اساسي مسایلو راوڅرخېده، چې له شک پرته به ډېره ګټوره وي.

    د افغانستان پر بانکي او مالي سیستم د نړیوالو یو اړخیزو او څو اړخیزو بندیزونو لېرې کېدل، د تورو لېستونو ختمېدل، د افغانستان د ملي اقتصاد پیاوړي کېدل، د خصوصي سکټور پیاوړتیا او د کوکنارو له بندېدو وروسته د بدیل معیشت موندل هغه اساسي موضوعات دي چې د دوحې په ناسته کې پرې خبرې روانې دي.

    تر دې ور ها خوا د دوحې ناسته له نړۍ سره د افغانستان تعامل، د رسمیت پېژندنې موضوع او همدارنګه د شته اندېښنو پای ته رسېدو لپاره هم غوره فرصت دی.

    دغه راز په دې ناسته کې باید د افغانستان داخلي موضوعات له بهرنیو موضوعاتو بېل شي، ځکه د داخلي موضوعات داخلي بحثونو او اړخونو ته اړتیا لري چې د بهرنیو موضوعاتو له حل وروسته یې د حل اسانه او ساده برېښي.

    مخکینۍ مقالهشمالي کوریا دوه بالستیک توغندي په ازمايښتي ډول توغولي دي
    راتلونکي مقاله د فلسطین اسلامي جهاد په نوم ډلې پر اسرائیلو توغندیز بریدونه کړې دي.

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.