Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د دوستم لخوا امرالله صالح او احمد مسعود ته په کنایي الفاظو کې سپکاوی وشو!
    لیکني

    د دوستم لخوا امرالله صالح او احمد مسعود ته په کنایي الفاظو کې سپکاوی وشو!

    صابر افغانصابر افغان24 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دوستم نا لوستی دی، مګر د امرالله صالح او احمد مسعود په نسبت یې د افغانستان د حالاتو په تړاو سر ژر خلاصېږي.

    څو ورځې وړاندې په تبعید کې د موازي دولت نظریه وړاندې کړه او په خبرو خبرو کې یې امرالله صالح او احمد مسعود تر ګوزارونو لاندې ونیول.

    امرالله صالح یې یو بې مغزه او احساساتي او له مسایلو نا اګاه سړی معرفي کړ او احمد مسعود ته یې په ډېره وړه سترګه وکتل؛ نوموړي وویل: جنګ د ماشومانو لوبه نه ده او نه هم جنګ پر احساساتو ولاړه تیوري ده.

    له دې خبرو یې د مقاومت د شوری او مقاومت د جبهې ترمنځ څومره ژور واټن او لیدلوری محاسبه کولی شو.

    دوستم وویل قهرمان سازي د حل لاره نه ده، یعنې احمد مسعود ته یې ګوشزني وکړه چې دی د خپل پلار په څېر غواړي یوازې د کامرو تر مخ فلمي اکټونه وکړي او ځان د رسنیو په سترګو کې وپړسوي او له ځان څخه قهرمان جوړ کړي یا ځان یو کاریزماتیک رهبر معرفي کړي.

    د دوستم په خبره چې په افغانستان کې ځمکني واقعیتونه بل ډول دي، د افغانستان په اراضي کې باید په امکاناتو او سیاسي ملاتړ بحث وشي نه په احساساتي ویناو او احساساتي دریځونو.

    رشید دوستم وایي جګړه د وینا په څېر اسانه او ارزانه نه ده، د وینا او جګړې تحلیل پکار دی.

    د جګړې لپاره اول د نړۍ سیاسي ملاتړ په کار دی، بیا د نړۍ مالي، نظامي، لوجستکي او تدارکاتي بندوبست باید موجود وي، له هغه وروسته باید د جګړې پلان جوړ شي او موږ بیا د جګړې میدان ته کوزېدلی شو.

    د دوستم پورته خبرې د امرالله صالح په احساساتي خبرو تمسخر و او امرالله یې سپکه وړۍ کړ.امرالله صالح تېره ورځ هزاره ورونو ته وویل چې چندې وکړﺉ، وسلې واخلئ او د طالبانو په وړاندې جګړه پیل کړﺉ؛ حال دا چې امرالله خان خپل زامن د استرالیا په مجللو ماڼیو کې ساتي او هزاره ورونه یو بې نتیجې جنګ ته هڅوي.

    د جنګ تجاران معمولاً پردي زامن لکه د سون توکي د جګړو بټ کې سوزوي او خپلې سرمایې پرې پړسوي.

    د افغانستان خلک هوښیار دي او دوی نیمه پېړۍ کې ولیدل چې د جنګ تجارانو یې هستي او عزت د اور خوراک کړه او خپله یې د عیش او عشرت څخه ډک لذیذ ژوند ته زمینه برابره کړه.

    دا ښه ده چې د جنګونو قوماندانان په خپلو کې سره چاړه او غوښه دي، د مقاومت نجات شوری کې ټول هغه د امریکا اربکیان راټول دي چې د مقاومت له جبهې سره یې ورانه ده، او جبهه کې بیا د مسعود او صالح پرته څوک نشته، مسعود او صالح نه مالي ظرفیت لري، نه ولسي ریښې لري او نه هم نړۍ وال باور لري فلهذا دا څو یاغي باغي احساساتي هلکان یې پیدا کړي چې هغوی هم هره ورځ د هندوکش په واورو کې پټ ګرځي چې لږ سر پورته کړي د طالبانو لخوا ورته د مرګ ټکټ ورکړل شي.

    دا د غریب او غُربه زامن که د خپل د مور، پلار، ورور او یو مشر خبره واوري ممکن د صالح او د مسعود لپاره ځانونه مرګ ته ور نه کړي.

    دا جنګ ناروا، نا مقدس او په ټوله کې د احمد مسعود او صالح لپاره جنګ دی؛ ای د غریبو زامنو! همدا د شر او فساد لارویان چې په قدرت کې وو، کومه ورځ یې له کومې سختې ژغورلي یاست؟ نو پس هوشیار باش!

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهسوډان کې کولرا ناروغۍ نږدې ۴۰۰ کسان مړه کړي دي
    راتلونکي مقاله له موازي حکومت څخه د دوستم موخه څه ده؟

    مربوطه لیکنې

    اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې

    7 مې 2025

    د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان

    7 مې 2025

    د سپېڅلتیا مورچلونه؛ د دیني مراکزو، مساجدو او مقدساتو حرمت

    7 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 8 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    کورنیو چارو وزارت وایي، ‏د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دغه ولایت په…

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،859 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،845 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.