Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د دوستم په وړاندې بل اقدام!
    افغانستان

    د دوستم په وړاندې بل اقدام!

    صابر افغانصابر افغان21 اکتوبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    عبدالرؤوف ابراهيمي د ازبکانو له مشرۍ د دوستم د لرې کولو په لټه کې!

    هندوکش‌غږ څو ورځې وړاندې له يوې مؤثقې منبع څخه معلومات ترلاسه کړي وو چې احمد مسعود د مقاومت شوری او له سياسي صحنې څخه د دوستم د حذف کولو په لټه کې دی، هغه مسکو ته په خپل سفر کې له روسانو سره په دې اړه خبرې هم کړې وې او د دوستم ځينو نږدې کسانو او قومندانانو ته يې په پټه بلنې هم ورکړې وې تر څو له دوستم څخه جدا شي.

    همداراز په تېره سپتمبر مياشت کې د احمد شاه مسعود د وژل کېدو په تلين کې هم احمد مسعود د دوستم په اړه خپله بې تفاوتي څرګنده کړې وه چې د دوستم له سخت غبرګون سره مخ شوه تر دې چې مقاومت جبهې، د پنجشېر درې او په اشاروي ډول يې پر احمد شاه مسعود هم نيوکې وکړې چې د پنجشيري ګري فکر په اساس مخ ته ځي او د ده په وينا چې په تېر وخت کې او اوس هم دا يوه ناکامه تجربه ده.

    احمد مسعود چې اوس د دوستم د وروستي سخت غبرګون او مخالفت له امله ظاهراً له ډېر نرمښت او احتياط څخه کار اخلي، خو هندوکش‌غږ ته د رارسېدلو دقيقو معلوماتو په اساس احمد مسعود له خپلو نږدې کسانو سره په يو مجلس کې دوستم او د مقاومت شوری ځينې نور کسان سوځېدلې مهرې او له کاره لوېدلي کسان بللي دي او خپل کسان يې هڅولي دي چې له دوستم څخه دې د هغه د نږدې کسانو د راجدا کولو هڅې تيزې کړي.

    په تازه اقدام کې د احمد مسعود او مقاومت جبهې له خوا د تېر پرځېدلي جمهوریت د پارلمان د رئيس عبدالرؤوف ابراهيمي سره اړيکه نیولې او هغه يې دې ته هڅولی دی چې د ازبک قوم لپاره دې د دوستم پر ځای د يو بل مناسب کس د ټاکلو په برخه کې خپلې هڅې چټکې کړي او هغه ته يې د هر ډول حمايت او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

    هندوکش‌غږ ته له مؤثقو سرچينو معلومات رسېدلي چې څه موده مخکې په ترکيه کې عبدالرؤوف ابراهيمي د احمد مسعود په هڅونه له ځينو ازبک مشرانو او مهمو کسانو سره پټ مجلس کړی وو تر څو په دې سلامشوره وکړي چې د دوستم پر ځای د ازبک قوم د مشرۍ لپاره يو بل مناسب کس وټاکي.

    عبدالرؤوف ابراهيمي او ورور يې پخوا د ګلبدين حکمتيار د حزب غړي وو چې بيا وروسته دوستم ته تسليم شول او بښنه يې ترې وغوښته؛ وروسته د دوستم په لطف او د نوموړي په حمايت کې ده او ورور ته يې مختلف سیاسي او نظامي موقفونه ورکړل شول.

    عبدالرؤوف ابراهيمي په تېر پرځېدلي جمهوریت کې د پارلمان رئيس پاتې شوی دی چې د غلا، فساد او نورو خيانتونو له امله هغه مهال په خلکو او سیاسي جامعه کې په غله، فاسد، اختلاس ګر او نورو نومونو پېژندل کېده.

    احمد مسعود له طالبانو سره د مخالفت د ټولو سياسي او مالي امتیازاتو او حمايې د انحصار په موخه دوستم او ځينې نورې سياسي څهرې د مختلفو لارو او حتی د ځينو هيوادونو په توسط د فشارونو له لارې د سياسي صحنې څخه حذف کړي، د دې دواړو څهرو تر منځ اختلافات مختلف لاملونه او آن د احمد شاه مسعود له وخته مخينه لري لکه سياسي رقابتونه، قومي او منطقه يې توپيرونه او فکري او ايډيولوژيک توپيرونه.

    احمد مسعود د خپل پلار په شان د قدرت او واک د انحصار په لټه کې دی له همدې امله په ډېرو مسائلو کې نور سیاسیون او قومونه په ځانګړي ډول دوستم او ازبک قوم له پامه غورځوي او يا يې هم د اوسنيو رهبرانو د منزوي کولو هڅې کوي، چې پر وړاندې يې ډېر حساسيتونه هم راپيدا شوي دي او دا اختلافات او حساسيتونه وخت ناوخت بيرون ته هم راوځي.

    مخکینۍ مقالهد القاعده وسله‌والو د نیجر په اغادیز کې د پوځ پر مرکز برید کړی
    راتلونکي مقاله د اسرائیلو د پوځي عملیاتو له امله ۴٠٠ زره تنه سوریې ته کډوال شوي

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد: ايا افغانستان انټرنشنل کوم خبري سازمان دی او که د کومې جبهې تر پوښ لاندې فعاليت کوي؟

    25 اگست 2025

    پنجشیر کې د بیروج، زمرد او سربو نوي کانونه تثبیت شوي

    24 اگست 2025

    د اقتصاد وزیر، کابل کې د یوناما له مشرې سره پر اقتصادي مسائیلو خبرې کړي

    24 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 25 اگست 2025

    د امریکا نیویارک ښار کې وسله‌وال برید پنځو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    د امریکا نیویارک ښار د پولیسو ادارې راپور ورکړی، چې د دې ښار په هافن…

    د غزې پر ناصر طبي کمپلېکس برید کې د الجزیرې خبریال محمد سلامه شهید شو

    25 اگست 2025

    د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو ترمنځ اټومي مذاکرات سبا په جینوا کې ترسره کېږي

    25 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امریکا نیویارک ښار کې وسله‌وال برید پنځو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    25 اگست 2025

    د غزې پر ناصر طبي کمپلېکس برید کې د الجزیرې خبریال محمد سلامه شهید شو

    25 اگست 2025

    د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو ترمنځ اټومي مذاکرات سبا په جینوا کې ترسره کېږي

    25 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،009 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،954 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،977 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.