Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د رئیسي له مړینې وروسته ایران کوم خوا درومي؟
    لیکني

    د رئیسي له مړینې وروسته ایران کوم خوا درومي؟

    صابر افغانصابر افغان22 مې 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    د تیرې یکشنبې په ورځ ناوخته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي چورلکه وغورځیده.له رئیسي سره د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او څو نور لوړ پوړي چارواکي هم وو چې ټول ووژل شول.د دوشنبې سهار د دوی جسدونه وموندل شول چې لومړی تبریز او بیا تهران ته لیږدول کیږي.

    ۶۳ کلن رئیسي د ایران پیاوړي مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي ته نږدې کس ګڼل کیده. خامنه یي په ایران کې پینځه ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

    ویل کیږي رئیسي به د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شي.

    پوښتنه دا ده چې له رئیسي وروسته به څه کیږي؟۸۵ کلن خامنه یي چې روغتیایي ستونزې لري، د ځایناستي په اړه یې د رئیسي په ژوند بحثونه شوي وو چې څوک به له خامنه یي وروسته د ایران لوی مذهبي مشر وي؟سره له دې چې خامنه یي خپل ځایناستی اعلان کړی نه دی، خو یو نوم د رئیسي وو چې خامنه یي ته ډیر نږدې او وفادار شخص بلل کیده او دویم د خامنه یي د زوی مجتبی خامنه یي اخیستل کیده چې ممکن له خامنه یي وروسته به د ایران لوی مذهبي مشر وي.

    همدا لامل دی چې یو شمیر کارپوهان د رئیسي مړینه پلان شوې ګڼي.

    اوس مهال د رئیسي مرستیال محمد مخبر د سرپرست ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي او علي باقري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دی.

    دواړه خامنه یي ته نږدې کسان بلل کیږي.د ایران د اساسي قانون له مخې، راتلونکو پنځوس ورځو کې به نوې ټاکنې کیږي او نوی ولسمشر به ټاکل کیږي.

    ګومان دا دی چې له مخبر او باقري څخه به یو تن ولسمشر او بل د بهرنیو چارو وزیر وي.

    الجزیرې د ایران د دولتي رسنۍ له قوله لیکلي چې د جون په ۲۸ مه به راتلونکې ټاکنې ترسره شي.خامنه یي چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې مشر دی، د ایران په ټاکنو کې مهم رول لوبوي.رئیسي چې د حکومت کولو له پاره یې له خامنه یي څخه هدایات اخیستل او د هغه تر ژور نفوذ لاندې و، ځایناستی به یې هم د خامنه یي تر نفوذ لاندې وي.

    هغه ټاکنې چې ممکن د جون په ۲۸ مه به ترسره شي، د تیر ځل په څیر به دا ځلې هم د خامنه یي په خوښه وي.

    د رئیسي پر ځای که بل هر څوک راځي، نو د ایران په بهرني او کورني سیاست کې به لوی توپیر رانشي او د خامنه یي په موجودیت کې د بدلون فکر محال ښکاري.

    رئیسي او عبداللهیان درې کاله په واک کې وو. د چارو کارپوهان وایي، د مخبر او باقر په راتګ سره به د ایران بهرنۍ پالیسۍ کې ډیر بدلون و نه لیدل شي.

    نوی حکومت به د منځني ختیځ په څیر حساسو سیمو په اړه خپلې پالیسۍ کې بدلون را نوړي.

    دغه راز نوی حکومت به په سیمه کې د نیابتي جنګیالیو ملاتړ ته دوام ورکړي او له عراق، لبنان، حوثي شیعه ګانو، سوریې، چین او روسیې سره به پیاوړې اړیکې وساتي.

    د ایران، روسيې او چین تر منځ چې سیمه کې د امریکا ضد کوم پټ ایتلاف جوړ شوی، نوی حکومت به د دغه ایتلاف د لا نور نږدې کیدو هڅې وکړي، ځکه ایران ته ډیره موده وروسته دغسې یو چانس په لاس ورغلی چې ځان له ستونزو بهر او د امریکا پر ضد یو ایتلاف کې فعال رول ولوبوي.

    دغه راز ایران به د اسرایلو ضد د حماس ملاتړ ته هم دوام ورکړي. که څه هم دغه ملاتړ یوازې تر رسنیزو اعلامیو محدود دی، خو د اسرایلو له پاره یې سر درد جوړ کړی دی.په کورني سیاست کې به هم بدلون رانشي.

    ځکه د خامنه یي او سپاه پاسداران انقلاب په موجودیت کې د ایران د سیاست بدلون ممکن نه دی.

    د رئیسي په حکومت کې مخالفین او بدلون غوښتونکي سخت وځپل شول.

    دا هر څه د خامنه یي او نورو لوړ پوړو چارواکو پالیسي وه.نوی حکومت به د رئیسي بهرنۍ او کورنۍ پالیسي روانه وساتي.

    ځکه د ایران په څیر نظامونو کې د یو یا څو اشخاصو په مړه کیدو یا ګوښه کیدو سره په سیاستونو کې ډیر بدلون نه راځي.

    په ټوله کې د رئیسي او عبداللهیان مړینه به د ایران په کورني او بهرني سیاست کوم اغیز و نه کړي. ځکه دوی او د دوی ځایناستي د یو فکر او لارې ملګري دي.

    مخکینۍ مقالهناروې، ایرلنډ او اسپانیا هېوادونو اعلان کړی، چې د فلسطین دولت به په رسمیت وپیژني
    راتلونکي مقاله ایراني رسنۍ: د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي جنازه نن خاورو ته سپارل کېږي

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.