له هغې وروسته چې افغانستان کې د اسلامي نظام مسؤلینو د هېواد واګې په لاس کې اخیستې دي، په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې یې پراخې او نه ستړې کېدونکې هڅې پیل کړې دي، تر څو کړاو ځپلی او ټپي افغانستان له تېر ستونزمن حالت څخه راوباسي او د ثبات او سیمه ییز تعامل په لوري یې سوق کړي. د همدې موخې لپاره د ترسره شویو پرله پسې او موخیزو هڅو په پایله کې، افغانستان وتوانېد چې د ځینو مخالفینو له فشارونو او منفي تبلیغاتو سره سره، په نسبتاً لنډ وخت کې په سیمه ییزه کچه خپل سیاسي ځای تثبیت او د سیمه ییزو معادلو په مهم لوبغاړي بدل شي.
د حکومت فعاله ډیپلوماسي او متوازنه بهرنۍ پالیسي د دې لامل شوه چې له سیمه ییزو او تر هغوی ورهاخوا له نورو هېوادونو سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې پراخې شي. په دې لړ کې د روسیې له لوري د افغانستان د اسلامي حکومت په رسمیت پېژندنه د رسمي تعاملاتو په بهیر کې یو مهم او برخلیک ټاکونکی بدلون و.
اوس د ایران اسلامي جمهوریت له لوري هم د افغان حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د چمتووالي اعلان او دا څرګندول چې په دې لاره کې کوم خنډ نه ویني، یو مهم او پرېکنده ګام ګڼل کېږي. دا اقدام کولای شي د اقتصادي همکاریو، ترانزیټ، انرژۍ، کډوالۍ او رسمي سیمه ییزو تعاملاتو په لوري نوې دروازې پرانیزي.
دا بدلون که له یوې خوا د افغانستان د ډیپلوماسۍ د پراخېدو او په سیمه کې د سیاسي باور د زیاتېدو څرګندونه کوي، له بلې خوا د هغو مخالفینو هڅې بې اغېزې او ناکامه کوي چې غوښتل یې افغان حکومت منزوي کړي. هغه څېرې چې د خپلو فعالیتونو ډېره برخه یې پر رسنیو او ټولنیزو شبکو متمرکزه کړې، تېره میاشت یې په ایران کې د انټرنیټي محدودیتونو پر مهال په عملي ډول د خپل فعالیت، له مهمو ډګرونو څخه یو له لاسه ورکړ.
د هغوی له نظره، د ایران له لوري احتمالي رسمیت پېژندنه یوازې یو دیپلوماتیک اقدام نه دی، بلکې د دوی د خوځښت د ساحې تنګېدو، د رسنیزو ظرفیتونو د محدودېدو او د افغانستان د حکومت پر ضد د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کېدو د هیلو، د کمزوري کېدو معنی هم لري. له همدې امله، دوی دا بدلون نه یوازې په سیمه ییزه کچه، بلکې په نړیواله کچه هم د خپلې راتلونکې لپاره د خطر زنګ بولي.
په ټولییز ډول، د رسمیت پېژندنې په لور د ایران احتمالي ګام یوازې یوه سیاسي پېښه نده، بلکې د افغانستان د سیمه ییزو تعاملاتو په راتلونکي او له سیمې او نړۍ سره د دیپلوماتیکو اړیکو په پراخېدو کې یو اغېزناک ټکی بلل کېږي. د ایران له لوري په رسمیت پېژندل کولای شي د افغانستان په اړه د ډېرو هېوادونو لیدلوری بدل کړي او د رسمیت پېژندنې لاره یې په وړاندې پرانیزي؛ خو په ورته وخت کې به د مخالفو جریانونو پر برخلیک هم ژور اغېز وکړي، هغه جریانونه چې د تحرکاتو د دایرې په تنګېدو سره به تر بل هر وخت ډېر د انزوا له ګواښ سره مخ شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


