د خبريالانو د خونديتوب کميټې بنسټ د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي امارت د وزیرانو شورا پرېکړه کړې چې د رسنیو فریکونسي د اوسني فيس پنځوس سلنه کمېدو سربېره به د رسنیو د فريکونسي د پخوانیو پورونو تادیه هم په درې کلنو قسطونو کې کېږي.
ياد بنسټ همدارنګه وايي، په تېرو میاشتو کې یې له دولتي چارواکو او اړوندو ادارو سره څو ناستې کړې او په لومړۍ درجه ولایتونو کې یې د راډیوګانو د فریکونسي لګښت د کمېدو غوښتنه کړې ده.
په ورته مهال د خبریالانو د ملاتړ اداره د حکومت دغه پرېکړه په لومړۍ درجه ولایتونو کې د غږیزو او تصویري رسنیو د ثبات او ودې په برخه کې یو رغنده ګام بولي، له حکومته غواړي چې له نورو ننګونو سره د مقابلې په برخه کې هم اقدام وکړي.