Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د رواني امنیت د سبوتاژ ناکامې هڅې
    لیکني

    د رواني امنیت د سبوتاژ ناکامې هڅې

    صابر افغانصابر افغان14 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې له تېرو دریو کاله راپدېخوا نسبي امنیت راغلی دی او د ارام ساه یې اخیستې ده؛ دا هغه مهم موارد دي چې جنګسالارانو له ولس څخه په بنسټیزه توګه اخیستي وو. اوس چې جنګسالارانو له هېواده پښې سپکې کړې دي، د بهرنیو هېوادونو د تبلیغاتي پروژو د پلې کولو په موخه د افغانستان په داخل کې د رواني امنیت او ثبات د سبوتاژ ناکامه هڅې کوي.

    کله چې د فزیکي امنیت د سبوتاژ هڅې له پرله پسې ماتې سره مخ شوې، شریرو عناصرو د ولس د رواني امنیت د ګواښلو هڅې پیل کړې؛ رواني جګړه او رواني امنیت اخلال یا تأمینول تر فزیکي جګړې ارزانه، بې تلفاتو او تر یو حده بریالۍ ثابته شوې ده، ځکه د ولس او مقابل طرف پر اذهانو تأثیرات لرلای شي او عامه اذهان په مثمر ډول مدیریت کولای شي.

    د هېواد په داخل کې د رواني امنیت د سبوتاژ او اخلال په موخه، بغاوتګر د فیسبوکي تبلیغاتو او پروپاګند لپاره خامو موادو ته اړتیا لري، تر څو په تکثیر یې عامه اذهان مغشوش کړي؛ دغه موخې ترلاسه کولو لپاره د ښارونو په عامه ځایونو کې ناکامه بریدونه ترسره کوي.

    په عامه ځایونو کې له یادو بریدونو څخه هدف د ولس په منځ د ویرې او ډار خپرول دي، د دغه ډار د ښه ډېر خپرولو لپاره بریدګر ویډیو کلیپونه اخلي او خپلو فیسبوکي اجیرانو ته یې د خپراوي لپاره لېږي؛ له دې کار څخه یې یوازینی هدف د ولس د رواني امنیت ځپل دي.

    هېره دې نه وي چې دغه ناکام بریدګر ډېری وخت بیرته د همدې خیالي جبهو له خوا په دامونو کې هم لوېږي، چې انجام یې مرګ یا زندان وي؛ دوی ته وعده ورکول کېږي چې پیسې ورکوي، خو کله چې هلته ځي، له یوې منظمي چاپې سره مخ کېږي او د زندان د تمبو شا ته غورځول کېږي.

    د تبلیغاتي ویډوګانو د کریډیټ له امله بیا بهر کې مېشت امر ورکوونکي مشران د پیسو لوږې اخیستي او د ترلاسه کولو لپاره یې هره لاره چاره ترسره کوي. په خیالي جبهو کې د دغه تبلیغاتي ویډیوګانو په توسط اخیستل کېدونکې پیسې محدود شمېر خلکو او کړیو ته رسېږي؛ چې دې چارې د دوی په منځ کې د هغه افرادو د ژورو اختلافاتو د را ټوکېدو لپاره زمینه مساعده کړې، چې معلومه ونډه نه ده ورکول شوې، له همدې امله د خیالي جبهاتو تر منځ ژور اختلافات را ټوکېدلي او حتیٰ زړې دښمنۍ یې بیا را احیاء کړې دي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان طالبانو خيبر ايجنسۍ کې د پوځ په کاروان برید کې ۲۵ پاکستاني عسکر وژلي او ټپيان کړي
    راتلونکي مقاله د سويلي کوريا ولسمشر له دندې ګوښه شو

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 21 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵ھ ق. ۲_ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا…

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.