Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د رواني جګړې یو بل پټ او تېر ايستونکی اړخ!
    افغانستان

    د رواني جګړې یو بل پټ او تېر ايستونکی اړخ!

    عمران آغاعمران آغا10 جولای 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    په افغانستان کې له تېرو نږدې دریو کلونو راهیسې د اوسني حکومت، ټولنې او په ټولنه کې افغانانو پر وړاندې د رواني جګړې یو نوې بڼه پیل شوې چې زموږ د ټولې نږدې هره برخه په نښه کوي.

    دا رواني جګړه له لویو مشهورو رسنیو نیولې بیا تر ټولنیزو رسنیو پورې رارسېږي او د سېلاب په څېر روانه وي، لویه برخه ونډه وال یې په شعوري توګه مخ ته وړي او یوه کوچنۍ برخه یې بیا د دغو کسانو تر اغېز لاندې راځي او په غیر شعوري توګه د دې رواني جګړې برخه ګرځي.

    دا رواني جګړه کله د اوسني نظام مشران په نښه کوي، کله موږ منلي اسلامي او افغاني ارزښتونه په نښه کوي او کله هم پکې په لوی لاس د تاریخي اشخاصو، مشرانو، قومونو او پرګنو د هویت او شخصیت وژنې هڅه کېږي.

    په دې جګړه کې کله د حجاب پر وړاندې حشر کېږي، کله د امر بالمعروف او نهی منکر پر وړاندې چې دواړه منلي او مهم اسلامي احکام او اوامر دي.

    دا یې یوازې دوه نمونې وې چې دلته مو اشاره ورته وکړه، دې ته ورته په لسګونه او سلګونه نور موارد دي چې د رواني جګړې تر حشرې لاندې راځي او په لوی لاس سپین پکې تور او تور پکې سپین معرفي کېږي.

    دا رواني جګړه ډېره منظمه، سیستماتیکه او ستراتېژیکه روانه ده، پیاوړې استخباراتي ريښې لري، پیاوړي لوبغاړي لري او لویه پانګونه پرې کېږي. اصلي موخه یې هم زموږ په ټولنه کې د بې باورۍ فضا خپرول، کرکې، تعصب، قومي، سمتي، ژبنیو او نورو تفرقو ته زور ورکول، پر خپل ملت، وطن، جغرافیې، مشرانو، نظام، تاریخي څېرو او لویو اشخاصو د خلکو باور راکمول دي.

    لکه مخکې مې چې یادونه وکړه، د دې جګړې لویه برخه، که هغه افراد دي، یا ادارې او ډلې په شعوري توګه ورسره مل دي، په بدل کې یې پیسې او امکانات ورکول کېږي او بېلابېلې نورې ژمنې ورسره کېږي، خو یوه کوچنۍ او ناخبره برخه یې بیا د لومړۍ هغې تر نفوذ او اغېز لاندې راځي او په غیر شعوري توګه او د حقیقت او واقعیت له درک کولو پرته ورسره یو ځای کېږي.

    دا رواني جګړه تر ډېره امریکايي، برېټانوي، فرانسوي، جرمني، د سیمې او نورې نړۍ استخباراتي ادارې مخکې وړي، دا جګړه په بېلابېلو کچو قراردادیان لري، چې لویه برخه یې له هېواده بهر دي، په دې رواني جګړه کې رسنۍ دخیلې دي، اشخاص پکې شته او لوی لوی بنسټونه پکې شته، چې په ډله‌ییزو او هم په ټولنیزو رسنیو کې د عامه ذهنیتونو، فکرونو او واقعیتونو د بدلولو هڅه پکې کېږي.

    تازه مورد یې هم د اوسني حکومت پر ځينو مشرانو د تورونو لړۍ ده. که د حکومت مشر په وزارت، ریاست او یا هم بل کوم پوست کې پاتې هم وي، دا رواني جګړه یې په نښه کوي او که د مشرانو له امیر له خوا له یوه ځایه بل ته بدلېږي او لېرې کېږي هم، د دې رواني جګړې له خوا په نښه کېږي، له کوم سند او ثبوت پرته پاک او صادق مشران، وزیران، رییسان او نور چارواکي پر فساد او نورو مسایلو کې دخیل بلل کېږي، خو که یې د ثبوت په اړه یې ترې وپوښتې، اول خو ځواب نه وايي او که وايي یې هم هغه ټول له شایعاتو ډک او له حقیقته لېرې وي.

    له دې لیکنې مې موخه دا ده چې بهرنیو استخباراتو زموږ په هېواد کې یوه مبهمه، پراخه او خطرناکه رواني جګړه پیل کړې، چې هرڅوک یې باید په اړه بیدار اوسي، په پټو سترګو قضاوت ونه کړي، خبره یې ونه مني او په غیر شعوري توګه د دې رواني جګړې برخه ونه ګرځي، ځکه دا جګړه هماغو کسانو پیل کړې چې زموږ له خلکو، ملت او هېوادوالو سره یې شل کاله مخامخ نظامي، فرهنګي او په بله هره جبهه کې جګړه وکړه.

    مخکینۍ مقالههلمند کې د وسله‌والو غلو یوه ډله نیول شوې.
    راتلونکي مقاله پکتیکا کې د یوشمېر پروژو چارې پیل شوې.

    مربوطه لیکنې

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

    8 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 مې 2025

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    د پرځېدلي جمهوريت پرمهال د دفاع وزير شاه محمود مياخېل د باګرام هډې‌ په اړه…

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    9 مې 2025

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،860 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،847 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.