
د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار افغانستان لپاره د ټاپي پروژې له مسئول، بګنج عبدالله یوف او په دغه ولایت کې د ترکمنستان له جنرلقونسل سره کتلي.
د هرات ولایت د رسنیز مرکز د خبرپاڼې له مخې، بنګنج عبدالله یوف ویلي، د یادې پروژې ۹۱ کیلو متره مسیر د لولهايښودنې لپاره چمتو شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د یاد مسیر په اوږدو کې یو شمېر کاري کمپونه هم جوړ شوي دي.
د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار د ټاپي پروژې د چارو پر پرمختګ خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو په پایله کې یاده پروژه ورځ تر بلې ښه بڼه خپلوي.
کتنه کې هرات کې د ترکمنستان جنرلقونسل ویلي، د طرحې له مخې به د روان میلادي کال تر پایه په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې چارې بشپړې شي.

