Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د روسیې او افغان حکومت اړیکې
    لیکني

    د روسیې او افغان حکومت اړیکې

    صابر افغانصابر افغان22 اپریل 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    روسیه د ترهګرو له لیست څخه د طالبانو په ایستلو غور کوي.په ایشیا ټایمز کې د انتګام محمدوف په خپره شوې مقاله کې راغلي، سره له دې چې تر اوسه وروستۍ پریکړه شوې نه ده، خو د افغان طالبانو (افغان حکومت) او روسیې د پراخیدونکو ښو اړیکو یوه نښه دا ده چې راتلونکې مۍ میاشت کې طالبان د روسیې کازان ښار جوړیدونکي یو اقتصادي فورم ته بلل شوي دي.

    روسیه یو له هغو هیوادونو څخه وو چې د افغان حکومت استازی یې په افغانستان کې د طالبانو د واک ترلاسه کولو لومړیو کې ومانه.

    له دې کلونه وړاندې په ۲۰۰۳ کې د روسیې سترې محکمې د طالبانو غورځنګ د ترهګرو لیست کې شامل کړی و. د هغوی په وینا طالبانو له ناقانونه وسله والو سره اړیکې درلودې.

    خو روسیې په ۲۰۱۷ کې سیمه ییز ابتکار پیل کړ چې له مخې طالبان او د هغه وخت د کابل حکومت تر منځ خبرې وشي.

    د هغو خبرو اترو موخه د افغانستان بحران ته د حل لارې موندل وو. هغو غونډو کې د روسیې سربیره چین، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا هیوادونو ګډون کاوه.

    روسیې د ترهګرو لیست کې د طالبانو د موجودیت سربیره له دوی سره اړیکې ساتلې.له کوم وخت راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، تر اوسه هیڅ بهرني هیواد په رسمیت پیژندلي نه دي.

    افغان حکومت غواړي چې نړیوالو بندیزونه لرې شي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورکړل شي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي.

    د روسیې له لوري له ترهګریز لیست څخه د طالبانو ایستل به د افغان حکومت د رسمیت پیژندنې په لور لومړی ګام وي.روسیه ولې طالبانو ته نږدې کیږي؟روسیه هم طالبانو ته په نږدې کیدو او همکارۍ سره ځینې ګټې ترلاسه کوي.

    د لیکوال په وینا، روسیه داسې ښیې چې په سیمه کې د امنیت راوستونکې ده. له دې وړاندې امریکا په سیمه کې د ثبات په راوستو کې ناکامه شوې وه.

    د سیمې بې ثباتي، د نشه یي توکو قاچاق او ترهګري، په ځانګړي ډول د مسکو له وروستي برید وروسته رامنځته شوی ګواښ هغه څه دي چې روسیه اندیښمنوي.

    د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې مسکو هڅه کوي چې د خپل ستراتیژیک لید له پاره د نورو هیوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړي.

    د لیکوال له نظره بله مهمه خبره دا ده چې روسیه به د امریکا برعکس د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي او نه به خپل ارزښتونه دیکته کړي.

    طالبان هم له سیاسي او اقتصادي نظره د مسکو همکارۍ ته اړتیا لري، خو د دې مانا دا هم نه ده چې طالبان به په روسي چارواکو باور وکړي او یا به یې پر افغانستان د شوروي یرغل هیر کړی وي، خو د اوس له پاره روسیه خپل ملګری کول د طالبانو له پاره ګټور دي.

    مخکینۍ مقالهد خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت اسناد لرونکو افغان کډوالو له ایستلو سره مخالفت څرگند کړی
    راتلونکي مقاله کابل ته د پنچشېر سیند د څښاک اوبو د لېږد چارې چین مخته وړي

    مربوطه لیکنې

    د اقتصادي ځان‌ بساینې مفهوم چا په واقعیت بدل کړ؟

    8 فبروري 2026

    د افغان تاریخ حماسه او له ولسه د احمد مسعود غیر منطقي غوښتنې

    4 فبروري 2026

    د راتلونکي لپاره د مخالفینو روایت‌ جوړونه ولې پای او پایله نه لري؟

    2 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 8 فبروري 2026

    د روغتيا او کرنې برخو کې د ايران او افغانستان ترمنځ په دوه اړخيزه همکارۍ خبرې شوي

    د ننګرهار ولايت مقام رسنيز دفتر وايي، په ننګرهار کې د ایران سرکونسل مجید رضا…

    زرګونه اسرائيليانو تل ابيب کې د نتنياهو حکومت پر ضد لاريون کړی

    8 فبروري 2026

    د حماس غورځنګ لوړپوړی مشر خالد مشعل: اشغالګر غواړي له خلکو وسلې واخلي او خپلو ملېشو ته یې ورکړي؛ څو ګډوډي رامنځته شي او فلسطینیان اسانه هدف وګرځي

    8 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روغتيا او کرنې برخو کې د ايران او افغانستان ترمنځ په دوه اړخيزه همکارۍ خبرې شوي

    8 فبروري 2026

    زرګونه اسرائيليانو تل ابيب کې د نتنياهو حکومت پر ضد لاريون کړی

    8 فبروري 2026

    د حماس غورځنګ لوړپوړی مشر خالد مشعل: اشغالګر غواړي له خلکو وسلې واخلي او خپلو ملېشو ته یې ورکړي؛ څو ګډوډي رامنځته شي او فلسطینیان اسانه هدف وګرځي

    8 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،058 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.