د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې پارلمان د ممنوعه ډلو له لېست څخه د افغانستان اسلامي امارت لرې کولو ته مثبته رایه ورکړې.
د رويټرز راپور زياتوي چې د روسیې پارلمان په خپله لومړۍ غونډه کې د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت د لرې کولو لایحه تصویب کړې ده.
د يادونې وړ ده چې روسيې تر دې وړاندې هم څو ځل ټينګار کړی چې له اسلامي امارت سره اړیکې پراخول ورته مهم دي.