د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم ګبریسوس ویلي، د صهیونیستي اسرائیلو د پرله پسې بریدونو له امله د غزې روغتونونه د جګړې په ډګر بدل شوي او د دغې سیمې روغتیايي نظام له جدي ګواښ سره مخامخ دی.
نوموړي د اېکس ټولنیزې شبکې په يوه پيغام کې ويلي، پر دغه روغتون د صهیونیستي اسرائیلو له برید او د روغتیایي کارکوونکو او ناروغانو له جبري تخلیې سره یاد روغتون له کاره لوېدلی. د دغه روغتون مشر حسام ابو صفیه نیول شوی چې د روغتیا نړیوال سازمان یې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي.
ګبریسوس ټینګار کړی، چې پر روغتونونو بریدونه باید ژر تر ژره بند شي، د غزې خلک بېړنیو روغتیایي چوپړتیاوو ته اړتیا لري. نوموړي د روغتیایي خدماتو د رسولو لپاره په دغه سیمه کې د اوربند غوښتنه هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پر غزې ښار د صهیونیستي اسرائیلو د پرله پسې بریدونو له امله په دغه ښار کې روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی خورا سخت شوی او د زرګونه انسانانو ژوند له سختو کړاوونو سره مخامخ شوی دی.