د روغتیا نړیوال سازمان یا “WHO” وايي، د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په څه باندې لومړیو درېیو میاشتو کې لږترلږه ۱۲۲۰ کسان په افغانستان کې د سینه بغل په ګډون د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي.
یاد سازمان ویلي، د دوی له ډلې ۱۰۷۶ تنه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان دي، چې د سینه بغل او نورو شدیدو تنفسي ناروغیو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د عفوني ناروغیو د خپرېدو په اړه په یوه راپور کې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر شپږمې نېټې پورې د دغه ډول ناروغیو د مثبتو پېښو او د مړینې شمېرو په اړه بحث کړی دی.
په راپور کې زیاته شوې ده: ” په دې موده کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۵۲۹ زره او ۸۱۱ کسان چې له ۶۳ سلنه زیات یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي، په شدیدو تنفسي ناروغیو اخته شوي دي”روغتیا نړۍوال سازمان همدا شان ویلي، چې د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې په افغانستان کې له ۱۶ زرو څخه زیاتې د شري شکمنې پېښې هم ثبت شوي، چې په پایله کې یې ۸۳ تنه مړه شوي هم دي.بل لور ته یو شمېر روغتیا پالان د داسې ناروغیو ډېرښت د موسمونو تغیر او د هوا یخوالي ترڅنګ د کورنیو کمه پاملرنه ګڼي.
دوی وایي، چې په یخه هوا کې اړتیا ده، چې خپل بدن ګرم وساتو، ګرم خواړه استعمال کړو او خپلو کم عمره ماشومانو ته پاملرنه وکړو، خو په دا ټولو برخو کې کمه پاملرنه کېږي، همدا علت دی چې زیات شمېر خلک په سینه بغل او نورو تنفسي ناروغیو اخته کېږي، چې له امله یې ګڼ شمېر ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
روغتیا پالان زیاتوي، که چیرې څوک د سینه بغل او په نورو ورته ناروغیو اخته کیږي، باید ژر تر ژره روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي، څو پر وخت تداوي شي. دوی همداراز زیاتوي، ټولې کورنۍ باید د ډاکترانو لارښونې عملي او زیاته پاملرنه ورته وکړي.
سینه بغل او دې ته ورته نورې ناروغۍ د انسان په تنفسي سیستم حمله کوي، چې له امله یې ناروغ شخص د کوتا نفسي احساس کوي او ځینې ناروغان لا بیخي تنفس نشي کولی، چې ډیر کله ناروغ کوما حالت ته ورځي او ان زیات شمېر ناروغان بیا په داسې وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.