
د ریاستالورزاء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر ویلي، افغانستان دښمن ته غوړه مړۍ نه، بلکې د زقوم ونه ده. په خبره یې، د مغرورو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړي او نوي زېږېدلي ماشومان به یې هېڅکله هضم نه شي کړای.
نوموړي دغه څرګندونې نن (یکشنبه) د ابو عبیده بن جراح دفاعي پوهنتون د محصلینو په فراغت غونډه کې کړي.
ښاغلي برادر خبرداری ورکړی، چې که څوک د افغانستان پر وړاندې ناوړه نیت ولري، اسلامي امارت به یې پر وړاندې غبرګون وښيي.

