د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لوړ پوړي امارتي پلاوي په مشرۍ د چین – جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون په موخه چین ته په رسمي سفر ولاړ.
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکټر محمد نعیم وردګ شامل دي.
ټاکل شوې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي به په دې سفر کې د چین- جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون او وینا ترڅنګ له یو شمېر چینایي چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.