Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: لغمان کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې پیل شوې
    افغانستان

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: لغمان کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې پیل شوې

    عمران آغاعمران آغا22 مې 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په لغمان ولایت کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو پيل پرانیسته کړې.

    د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له‌مخې، ښاغلي برادر په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته په وینا کې د یادې پروژې د چارو پر پیل خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې دا به نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د دې سیمې مقاومت لوړ کړي؛ بلکې د پاکې او پایښت لرونکې انرژۍ په برخه کې به هم د هېواد اړتیا تر يو حده پوره کړي.

    نوموړي زیاته کړې، چې سرپرست حکومت د برېښنا سکتور په برخه کې خودکفايۍ ته د رسېدو په موخه د دې پروژې په څېر مهم ګامونه اخیستي چې دا نه یوازې د برېښنا د تولید بلکې د ملي اقتصاد، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب، د کاري فرصتونو د ایجاد او هېوادوالو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو په برخه کې مهم ګام دی.

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې څه موده وړاندې د هېواد په کچه د برېښنا د تولید د اووه مهمو پروژو قراردادونه لاسلیک شوي، چې مجموعي ظرفیت یې څه باندې ۲۲۸ مېګاواټو ته رسېږي.

    نوموړي د خبرو پر دوام ویلي، چې د سرپرست حکومت اقتصادي ستراتیژي پر دې ولاړه ده، ترڅو هېواد له بهرنۍ اړتیا خلاص او د خپلو موجودو کورنیو ظرفیتونو پر مټ خودکفایۍ ته ورسېږي.

    د یادونې وړ ده، چې په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پر پروژې د خصوصي سکټور له لوري شپږ میلیون ډالره پانګونه کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته د برېښنا ستونزه تر يوې اندازې حل او صنعتي فعالیتونه به ورسره پراختيا ومومي.

    مخکینۍ مقالهامنیتي ځواکونو کابل ښار کې د وسله‌والو غلو پنځه کسیز بانډ نیولی
    راتلونکي مقاله عطا محمد نور؛ د ملي شتمنیو د لوټ مخکښ که د عدالت دفاع کوونکی؟

    مربوطه لیکنې

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

    17 دسمبر 2025

    ۲۰۳ منصوري قول اردو: نن چهارشنبه پکتیا کې د ځینو لویو وسلو ازموینه ترسره کېږي

    17 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 17 دسمبر 2025

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    د تسنیم خبري آژانس د يو شمېر رسنۍ اسرائيلي رسنيو له قوله راپور ورکړی، چې…

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،098 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.