Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: موږ د افغانستان په څېر ټولې نړۍ ته امن غواړو
    افغانستان

    د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: موږ د افغانستان په څېر ټولې نړۍ ته امن غواړو

    صابر افغانصابر افغان14 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دغه څرګندونې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر لغمان ولایت ته د خپل سفر پر مهال ولسي، ملکي او نظامي مسولینو سره یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. نوموړي وویل: “اسلامي امارت د افغانستان په څېر نورې نړۍ ته هم امن غواړي، زموږ شل کلنه مبارزه د نظام د اشغال پر وړاندې وه، هغه نظام افغانانو ته د منلو نه و، زموږ د قربانیانو او شهیدانو ارمان پوره شوی دی، د تیر نظام مسؤلینو او خلکو ته مو بخښنه کړې ده، اوس یو ارام او هوسا افغانستان غواړو، موږ به هیڅکله هغوی ته د تیرو کړنو په اړه پیغور ورنکړو، د ورورۍ ژوند به کوو د دوی غوښتنې به اوریدل کیږي او ستونزو ته به یې رسیدګي کیږي”هغه وویل، چې د افغان حکومت دروازې د خلکو پرمخ خلاصي دي؛ هغوی چې مخالفت کوي، موږ غږ پرې کوو چې له مخالفت لاس واخلئ، راشئ خپل وطن ته د اسلامي امارت تر چتر لاندې باعزته ژوند وکړئ. ښاغلی کبیر وویل: “موږ د ارتباط کمیسیون لرو هدف یې دادی ترڅو بهر میشته افغانانو ته د راتلو زمینه برابره کړي، تراوسه د دې کمیسیون په مرسته له ۷۰۰ زیات افغانان افغانستان ته راغلي او د مصؤنیت کارتونه ورکړل شويدي”د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې په ولسونو غږ وکړ او وې ویل، چې دا نظام یواځې د اسلامي امارت مسؤلینو ته مه پریږدئ، شل کلنه مبارزه کې یواځې د اسلامي امارت مسؤلین دخیل نه و، بلکې د هر ولایت خلکو او ولسونه پکې دخیل و او قربانۍ یې ورکړېدي، اوس به یې په ګډه ساتو. هغه همداراز وویل: “موږ هیچاته اجازه نه ورکوو چې د پردیو په مرسته دې وطن کې نا امني راولي، هېواد کې اساسي پروژې تر کار لاندې دي، هرې ولسوالۍ کې یو چیک ډیم تر پلان لاندې نیول شوی دی، په لویو لویو پروژو کارونه روان دي. د نړۍ په ۳۸ هېوادونو کې سیاسي نماینده ګي لرو، سیاسي اړیکې ورسره لرو، د ګاونډیانو سره مو ټول سوداګریز بندرونه خلاص دي، تجارت مو روان دی، موږ د پروختګ لور ته روان یوو”.په غونډه کې د لغمان والي قاري زین العابدین عابد په خپلو خبرو کې وویل: ” اسلامي نظام او سرتاسري امنیت د اسلامي امارت د مشرانو د هڅو، قربانیو او د دوی په لاس د روزل شویو تنکیو مجاهدینو په برکت منځ ته راغلی دی، موږ به د سر په بیه له دې نظام ساتنه کوو”هغه همداراز په لغمان ولایت کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه راغلي پلاوي او د غونډې ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.هغه له دوی څخه وغوښتل، چې لغمان ولایت زیاته پاملرنه وکړي او د پروژو په پلي کولو کې ورته لومړیتوب ورکړي.

    مخکینۍ مقالهټـ.ـي‌ټـ.ـي‌پـ.ـي: په پاکستان کې انتخابات نه، بلکې د پوځ له لوري انتصابات کېږي
    راتلونکي مقاله نتانیاهو د خپلو شخصي گتو لپاره د اوسنۍ جگړې بندول نه غواړي

    مربوطه لیکنې

    جوزجان کې د دوه کورنیو ترمنځ د ملکیت پر سر رامنځته شوې خونړۍ دښمني پای‌ته ورسېده

    2 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    2 اگست 2025

    افغانستان کې د ۱۰ میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه

    2 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 2 اگست 2025

    جوزجان کې د دوه کورنیو ترمنځ د ملکیت پر سر رامنځته شوې خونړۍ دښمني پای‌ته ورسېده

    د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د محتسبینو په هڅو…

    بلوچستان کې د پاکستاني پوځ پر پوستو هم‌مهاله برید؛ ۸ عسکر وژل شوي، ۳ لادرکه او ۱۱ نور ټپیان دي

    2 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    2 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    جوزجان کې د دوه کورنیو ترمنځ د ملکیت پر سر رامنځته شوې خونړۍ دښمني پای‌ته ورسېده

    2 اگست 2025

    بلوچستان کې د پاکستاني پوځ پر پوستو هم‌مهاله برید؛ ۸ عسکر وژل شوي، ۳ لادرکه او ۱۱ نور ټپیان دي

    2 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    2 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،992 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،935 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.