
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي، چې د زلزلې زیانمنو ته د رسېدنې لپاره د دغه وزارت رهبرۍ له لوري د کابل او ولایتونو روغتیایي مسؤولینو ته د بشپړ چمتووالي امر کړی.
ښاغلي زمان زیاته کړې، چې د صحي مرستو ته د اړتیا په صورت کې هېوادوال کولای شي ۱۰۲ وړیا شمیرې سره اړیکه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن ماسختن مهال د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې د رېښتر په کچه څه باندې پنځه درجې زلزله وشوه.

