Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د زندانونو چارو د سمون اداره: بنديان د زده کړو سربېره له صحي خدماتو هم برخمن دي
    افغانستان

    د زندانونو چارو د سمون اداره: بنديان د زده کړو سربېره له صحي خدماتو هم برخمن دي

    صابر افغانصابر افغان1 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    زدندانونو چارو د سمون ادارې مسئولینو نن يکشنبه د حکومت د رسنيو او اطلاعاتو په مرکزې کې د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په خبري کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې د روژې مبارکې مياشتې، کوچني او لوی اختر په مناسبت، ۳۲۰۰ بنديان ازاد شوي او د ۱۶۵۵ نورو په مجازاتو کې تخفیف رامنځته شوی دي.

    مسئولینو زیاته کړه، چې د محکمو د مکتوبونو له مخې، ۳۲۴۳ بندیان خوشې شوي، ۳۰۱۶ بندیان له ولایتونو څخه مرکز ته، له مرکز څخه ولایتونو او له یوه ولایت څخه بل ولایت ته لېږدول شوي او د ۱۵۶۲ بندیانو د برخلیک معلومولو لپاره، له سترې محکمې سره اړینه همغږي شوې ده.

    په همدې ډول، ۲۲۴۱ بنديان د ديني زده کړو له بېلابېلو برخو څخه فارغ شوي او ٦۴٠٨ تنه نور په ديني زده کړو بوخت دي. همدارنګه، ۱۹۵۴ تنه د سواد زده کړې له برخې فارغ شوي او اوسمهال ۲۳۵۰ تنه نور په زده کړو بوخت دي.

    د ادارې مسئولین وایي، چې ۱۱۲۲ بندیان په حرفوي زده کړو بوخت دي او په تېر کال کې ۳۳۷ تنو په بېلابېلو څانګو کې حرفوي زده کړې بشپړې کړي دي.

    مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: په وروستي یوه کال کې د ادارې د ۱۴۰۳ کال تفصیلي پلان، پالېسي او ستراتېژیک پلان نهایي شوي او د مالي ملاتړ، د بندیانو درملنې، اعاشې، حرفوي زده کړو او د بېلابېلو څانګو د تجهیز په موخه، له یو شمېر بنسټونو سره، د همکارۍ تفاهم لیکونه هم لاسلیک شوي دي.

    د مسئولینو په وینا، د زندانونو پولیسو د مسلکي کولو او ظرفيت لوړونې په موخه، ۶۸۰ افسرانو، ساتنمنانو او سربازانو ته روزنيز ورکشاپونه او سيمينارونه جوړ شوي او اوسمهال ۱۶۰ تنه نور په مسلکي زده کړو بوخت دي.

    د مسئولینو د معلومات له مخې، د ادارې اړوند ۵۰ بستریز روغتون کې د معالجوي، وقایوي او حمایوي آمریتونو فعالول او د ۴۱۸۸۵۷ بندیانو او پرسونل درملنه؛ په تېر یوه کال کې د دې ادارې له مهمو فعالیتونو څخه دي.

    مخکینۍ مقالهد شر او فساد لارویانو ته د غلا زمینه نه برابرېږي، ځکه خو بغاوت کوي.
    راتلونکي مقاله د خیالي جبهو جنرالان که د خاورې سوداګر؟!

    مربوطه لیکنې

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستانه قاچاق کېدونکې لسګونه میله وسلې نیول شوي

    20 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    امريکا له کېيف غوښتي چې د واشنګټن له لوري د سولې وړانديز شوې طرحه ومني

    20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025

    امريکا له کېيف غوښتي چې د واشنګټن له لوري د سولې وړانديز شوې طرحه ومني

    20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.