د سترې محکمې د اداري مرستیال شيخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی نن تهران ته په سفر تللی دی.
سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوی تهران ته د دواړو هېوادو ترمنځ د قضایې همکاریو ټینګښت، ایران کې د افغان بندیانو د حقونو تامین او د زندانیانو د استرداد په موخه تللی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان پلاوی به د دغه دوه ورځني سفر په جریان کې د ایران عدلیې وزیر، د محکومینو د استرداد کمېټې رییس او نورو لوړ پړو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
تهران ته د سترې محکمې پلاوی وروسته له هغې سفر کوي، چې کابل ته د ایران د عدلیې وزارت پلاوی د سفر په ترڅ کې هوکړه شوې وه، چې افغان پلاوی به د افغان بندیانو د وضعیت ارزونی په موخه تهران ته سفر کوي.