د سترې محکمې د جزاء دېوان عمومي رئیس مفتي عتیق الله دروېش د یوه قضایي پلاوي په مشرۍ د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني په ځانګړې لارښوونې د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په پنځمه نېټه د یو شمېر مهمو جزائي دوسیو د وروستیو تحقیقاتو د بشپړولو په موخه د هېواد شمالي ولایتونو فاریاب، بلخ، سرپل او جوزجان ولایتونو ته سفر کړی دی.
د سترې محکمې د خبرپاڼې پر بنسټ د جزاء دېوان عمومي رئیس ښاغلي عتیق الله دروېش سرپل ولایت ته د خپل سفر پر مهال په یاد ولایت کې د ۱۳ جزائي دوسیو په اړه وروستۍ او اړینې څېړنې هم بشپړې کړي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې ښاغلي درویش په دغه سفر کې د سرپل ولایت د قضايي ادارې له یو شمېر غړو سره د ليدنې سربېره د جزایي دوسوو جانبینو سره هم کتلي او له هغوی یې بشپړ تحقيقات کړي.
په دې سربېره مفتي عتیق الله دروېش او ورسره مل پلاوي د سرپل له مرستیال والي مولوي خان محمد سره کتلي او د ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د تقویې پر لارو چارو یې تفصیلي خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس مفتي عتیق الله دروېش په مشرۍ دغه قضائي پلاوي د فاریاب سربېره بلخ، جوزجان، او سرپل ولایتونو ته هم سفر کړی او د ۴۵ جزایي دوسیو په اړه یې وروستۍ او لازمې څېړنې بشپړې کړې دي.