د افغانستان ستره محکمه وايي، د قضايي پلټنې یو پلاوي د غزني له مرکزي زندان او د یاد ولایت د ۱۸ ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، ښاري او مرفعه محاکمو اړوند دېوانونو، د وثیقو امریت او اختصاصي محکمې څخه په جلا ـ جلا ډول لیدنې کړې دي.
له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د سترې محکمې د قضايي پلټې د عمومي ریاست د مرستیال عبدالولي محمود په مشرۍ یو پلاوی غزني ته تللی و، چې د غزني په مرکزي زندان کې یې د ټولو نارینه او ښځینه بندیانو څخه پوښتنې وکړې او د دوی ستونزې یې واورېدې.
د خبرپاڼې له مخې، یاد پلاوي د غزني د محاکمو له قضايي، اداري او مالي چارو څخه هر اړخیزه پلټنه کړې، د قضايي او اداري کارکوونکي د سلوک او مسلکي اړخونو یې معلومات واخیستل او د سمون په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.: «د قضايي تفتیش عمومي ریاست پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نیمگړتیاوې له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نیمگړتیاوو د اکمال په اړه د غزني د مرافعه او ښاري محاکمو له ټولو قضائي غړيو سره تفاهمي ناسته وکړه.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د محاکمو د لا پرمختگ په موخه یې د دوی ستونزې هم واورېدې.