
د سرحدي پولیسو لوی رئیس، مولوي حزبالله افغان نن (چهارشنبه) د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند سره کتلي.
د سرحدي پولیسو لوی ریاست وایي، دې کتنه کې د هېواد په ځمکنیو بنادرو کې سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو، د تګراتګ د بهیر اسانتیا، سرحدي پولیسو او د اقتصادي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر لا پیاوړتیا خبرې شوې دي.
کتنه کې ټینګار شوی چې د بنادرو منظم مدیریت، شفافیت، او ادارو ترمنځ ګډ کار کولای شي د هېواد اقتصادي بهیر لا چټک او د سوداګرو ستونزې راکمې کړي.

