د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع الحق خالص د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د پروګرامونو له مشر “مارتین دي بویر” سره په کتنه کې د چاپېریال ساتنې په نړیوالو غونډو کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون غوښتنه وکړه.
د محترم خالص په وينا، سره له دې چې افغانستان د چاپېريال ساتنې د ١٦ نړيوالو کنوانسيونونو غړيتوب لري، خو دغو غونډو ته افغانستان نه دى بلل شوى.
په دې لیدنه کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د پروګرامونو مشر د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو پر همکارۍ او ملاتړ ټینګار وکړ.