لیکوال: مبارز هروي
بغاوت، لکه څنګه چې د دې نوم څخه څرګندېږي، یو کرکنه او استفراق شوې جبهه ده، هغه جبهه چې د ټولنې د ډیرو بدنامو او فاسدو خلکو لخوا جوړه شوې ده.
هماغه غله او سرټیټي چې د جمهوریت پر مهال به چې کله د جرم او جنایت خبره کېده، نو د دوی نومونه به هم ورسره یادېدل.
کله چې جمهوریت ړنګ شو، نو د شر او فساد کسانو باندې ورځ تنګه شوه او دې ته اړ شول چې د اسلامي نظام پر ضد خپل مخالفت اعلان او جګړه پیل کړي.
له همدې امله دوی راټول او د بغاوت جبهه یې جوړه کړه، هغه جبهه چې له هماغه پیله په ماتې محکومه وه، ځکه چې دوی د خپل تور ریکارډ له امله کوم ولسي ملاتړ نه درلود او له بلې خوا یې اسلامي امارت هیڅ ضد او سرکشي نه منله.
ډیر وخت نه و تیر شوی چې د جمهوریت د مرداریو غالۍ ټولې شوې او د بغاوت فتنې اور مړ شو، خو بیا هم هر وخت ناوخت یو څه بدبخته خلک د شر او فساد ډلې تر بیرغ لاندې تخریبي اعمال ترسره کوي او د امنیت د ګډوډولو هڅې کوي.
هغه مجرمین چې د اسلامي امارت د ځواکونو له تعقیب څخه پټ نه پاتې کېږي او په ډیره لنډه موده کې د خپلو اعمالو په سزا رسېږي.
بغاوتګران د خلکو د سولې او آرامتیا د ګډوډولو لپاره هر څه وکړل او هره دروازه یې وټکوله.
کله ناکله د جعلي ویډیوګانو په خپرولو سره د خپل شتون ادعا کوي او کله هم د داعش له خوارجیانو سره لاس یو کوي.
په وروستۍ قضیه کې د محرم او د افغان شیعه ګانو د ماتم په رارسیدو سره څو کسیزې ډله هڅه وکړه چې د اسلامي امارت د ځواکونو تر نامه لاندې د شیعه ګانو د بیرغونو په ښکته کولو سره د ملت او نظام تر منځ تفرقه او نفاق رامنځته کړي؛ په دې توګه دوی غوښتل خپل ناوړه هدف ته چې په حقیقت کې د امنیت ګډوډول دی، ترلاسه کړي.
خو الحمد لله چې د دوی دغه دسیسه هم د نورو پلانونو په څیر د اسلامي امارت د ویښو او ځیرکه ځواکونو لخوا کشف شوه او د دوی د تخریبي ډلې ټول غړي یې ونیول او د قانون منګولو ته وسپارل شول.