تر هغه وخته چې افغانستان د اوسني سرپرست حکومت د مخالفینو او اشغالګرو په واک کې و، د وضعیت، جګړو، غلاوو او فساد حساب او کتاب روښانه او مالوم نه و. چارې هماغسې پر پخواني او خراب وضعیت روانې وې، هیڅ چا دا جرئت نه شوای کولی چې وپوښتي ولې داسې ده او ولې داسې نه ده!؟
په ټولنه کې د دې پوښتنې جرئت او ځواک نه و چې ولې د هېواد ملي او طبيعي زېرمې هره ورځ را اېستل کېږي، خو د هېواد په آبادۍ کې نه کارول کېږي!؟ ولې هره ورځ وضعیت خرابېږي، خو د ښه کېدو نښې پکې نه ښکاري او سمون نه مومي!؟
ولې هره ورځ په هېواد کې د بهرنیانو نفوذ او ځواک ډېرېږي، خو هېڅکله دا اندېښنه نه ښکاره کېدل چې هېواد اشغال او استعمار شوی دی!؟
ځواب د لمر په څېر روښانه و، حکومت د غربي هېوادونو لاسپوڅی و او هغوی چې غرب ګومارلي وو، د هېواد د واک واګې يې په لاس کې وې. بې دفاع ملت هېڅ داسې ځای نه درلود چې شاته یې پټ او له کړاوونو او ظلمونو څخه ځان وساتي. دا خو ډيره سخته وه چې د ظالم لاس له ظلم څخه لنډ یا يې په وړاندې ودریږي، داسې ظالم چې د واک پر ګدۍ هم ناست و.
د سرپرست حکومت په راتګ او د مخالفینو د ټولو دسیسو په شنډېدو او غرب ته يې په تېښتې سره ټول حقایق رابرسېره شول، ولس او نړۍ ته ثابته شوه هغه ټول چې د وطن دوستۍ او هېوادپالنې شعارونه یې ورکول، یواځې لاسپوڅي وو چې د ناورین په وخت کې یې خپل هېواد پرېښود او بیا یې د خپلو بادارانو غېږې ته پناه یووړه.
د سرپرست حکومت د نږدې څلور کلنې واکمنۍ په تیرېدو سره حقایق تر ډېره څرګند شوي، ملت ته روښانه شوې چې په پخواني حکومت کې څوک، له څه فکر او نظریې سره واکمنان وو او د کومو موخو لپاره یې هېواد اداره کاوه!؟
کله چې د یو هېواد واکمنان له ملي او ولسي ملاتړ څخه بې برخې وي او خپله هم د هېواد لپاره د خیر غوښتنې فکر ونه لري، نو پایله یې څرګنده ده؛ چې هغه هېواد به د سقوط او ګډوډۍ په لور روان شي او یرغلګر هېوادونه به په لومړي فرصت کې د دې هېواد د اشغال هڅه وکړي، په ځانګړې توګه د افغانستان په څېر د آسیا یو ستراتیژیک او په طبیعي زیرمو بډایه هېواد خو د یرغلګرو لپاره لومړیتوب دی.
همدا دوه لاملونه وو چې افغانستان له آبادۍ او پرمختګ څخه پاتې شو، د نړۍ نورو ځواکمنو هېوادونو د دروغجنو پلمو په کارولو سره نظامي یرغلونه پرې وکړل او په سیمه کې یې د خپلو ګټو لپاره د پوځي اډو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د الله تعالی لوی او رحم او لورېنه وه چې کورني او بهرني دښمنان یې په شرمونو وشرمول او اجازه یې ورنه کړل چې افغانستان د سیمې د امنیت ګواښلو په موخه د نورو هېوادونو په ځاله بدل شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.