Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د سرپرست حکومت مخالفین د ملاتړ جلبولو په لټه کې؛ هغه دروازې چې تل یې پر وړاندې تړلې دي
    لیکني

    د سرپرست حکومت مخالفین د ملاتړ جلبولو په لټه کې؛ هغه دروازې چې تل یې پر وړاندې تړلې دي

    صابر افغانصابر افغان21 فبروري 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغانستان همېشه د نا امنۍ، بې‌ ثباتۍ او د کورنیو او بهرنیو عناصرو له لوري د غلاوو، فساد او دسیسو شاهد پاتې شوی. دا هېواد د جګړو، یرغلونو او اشغالونو په پایله کې څو ځله را غورځېدلی، بنسټیز جوړښتونه یې وران شوي، خو هر ځل بېرته راپورته شوی، د بیا رغېدو هڅه یې کړې او خپل موجودیت یې ثابت کړی دی.

    په دې ټولو بدلونونو کې، تر ټولو مهمه مسئله د هغو پرديپالو کسانو شتون دی چې ځانونه یې پلورلي، د پردیو په دوکه کې لوېدلي او د بهرنیانو د مداخلو، سیاسي دسیسو او نظامي فشارونو په مرسته واک ته رسېدلي وو، تر څو د هېواد برخلیک کنټرول او په کورنیو چارو او تحولاتو کې ونډه ولري.

    دا ډله کسان چې کم هم ندي، د ټولنې له بېلابېلو قومونو او قشرونو څخه راټول شوي، له لومړي سره یې پوښښ، خبرو او کړنو دا ښودله چې د چا لپاره کار کوي او د چا په اشاره مخته ځي!؟

    که څه هم دا خلک په اصل او ریښه کې د همدې ملت برخه وو، د همدې خاورې اولاد وو، خو فکر، عمل او نیت یې د دښمنانو سره همغږی وو، د خپلو خلکو په زیان او د پردیو په ګټه وو.

    دوی د بهرنیو هېوادونو تعلیمي لارې او میتودونه د دې لپاره لوستي وو، چې د افغانستان اسلامي تشخص او هویت ته زیان ورسوي، د ملت دیني ارزښتونه له منځه یوسي او هېواد د اخلاقي انحطاط او بې‌ بندوبارۍ کندې ته ورټېل وهي.

    که څه هم دا په بهر کې روزل شوي خلک په ظاهره د معقولې او فصيحې ژبې خاوندان وو، خو د ملت پر زړونو یې اثر نه درلود، د دوی شعارونه او دعوې د ملت لپاره بې‌ارزښته وې او د دوی له سیاست څخه تل د خیانت بوی راتلی.

    ملت په ښکاره لیدل، چې دوی اشغالګرو ته تر خپلو خلکو ډېر ارزښت ورکوي، د هغوی مشورې ته غوږ نیسي او ټولې پرېکړې یې د دښمن د خوښې پر بنسټ دي. دا کسان چې له خیانت او فساد سره د واک په ګدۍ ناست وو، کله یې چې د بخت ستوری پرېوت، هر څه بدل او د دوی د ظلم جام نسکور شو.

    ځکه له دوی سره نه یوازې د ملت ملاتړ مل نه و، بلکې په خپله یې د دې ملت وینې زبېښلې وې، د خلکو حقوق او د هېواد شتمنۍ یې لوټلې وې.

    په حقیقت کې دا چې دوی په واک کې پاتې وو، له بهرنیانو سره یې پټې هوکړې او د افغانستان پر خاوره د حضور او واک پر سر معاملې کړې وې، همدې ټکي دوی ته د قدرت چانس ورکړی و.

    خو کله چې حق خپل ځای ونیو، دښمنان له بهرني ملاتړ څخه محروم شول، ډېر ژر یې تېښته غوره او د میدان پرېښودو ته مجبور شول.

    اوس دې مخالفینو هر یوه په بهرنیو هېوادونو کې پناه اخیستې ده او لا هم هڅه کوي چې د افغانستان پر ضد د خوځښت لپاره د پردیو ملاتړ ترلاسه کړي او خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

    د همدې لپاره دوی پرله پسې تر بېلابېلو نومونو لاندې غونډې او جلسې جوړې کړې، بېلابېل ائتلافونه یې رامنځ ته کړل، له دې سره سره یې د بهرنیانو ملاتړ ترلاسه نه کړ او یا هم په خپلو کې د دروغجن اتحاد په ساتلو ونه توانېدل.

    دوی سره له دې چې دا هڅې یې لا هم دوام لري، خو بیا هم ناکام دي، هره دروازه یې په وړاندې بنده شوې ده او هر ډول دسیسې یې شنډې شوې دي.

    دوی ځکه پردیو ته لاس اوږدوي، چې خپل ملت یې نه مني، د ملت په زړونو کې ځای نه‌ لري او خلکو ته د خیاینو، تورو او رټل شویو څهرو په شان ښکاري.

    دا خلک چې له لومړي سره د دښمن تر سیوري لاندې راغلي وو، د هېواد پر ضد یې دسیسې جوړې کړې وې او اوس غواړي یو ځل بیا بهرني پوځیان هېواد ته راولي؛ دوی څنګه کولی شي د ملت خیر وغواړي او د سولې پیغام وړونکي شي!؟

    دوی د بهرنیو غونډو او دسیسو له لارې دا جوتوي چې غواړي یو ځل بیا هېواد اشغال کړي، د خلکو ژوند خراب او د بربادۍ تورې کندې ته یې ور ټېل وهي.

    خو له پرله‌ پسې ناکامیو څخه ښکاري چې دوی نه یوازې خپلو شومو موخو ته نه دي رسېدلي، بلکې د هرې هڅې پایله یې نوره رسوایي ده، د دوی په خپله خبره، چې یو ګام یې هم مخ ته ندی اخیستی.

    د دوی اعتماد له لومړي سره د شک وړ و، خو په حکومت کې داسې ځواک نه و چې د دوی د لا ډیر نفوذ مخه ونیسي او د دوی خیانت افشا کړي، خو کله چې د واک واګې نوي سرپرست حکومت ترلاسه کړې، حالت بدل شو، د افغانستان د دښمنانو پښې ولړزېدې، کمزوري شول، بېرته هغو هېوادونو ته وتښتېدل، چې پخوا یې له هغه ځایه دسیسې جوړولې او له هغوی یې امرونه او تګلارې ترلاسه کولې.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد امریکا او اوکراین ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا؛ د کلوګ او زیلینسکي تر لیدنې وروسته خبري غونډه لغوه شوې
    راتلونکي مقاله د امریکا د ملي امنیت سلاکار: د اوکراین له خوا پر واشنګټن نیوکې د منلو وړ نه دي

    مربوطه لیکنې

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025

    د غزې د مظلومیت غږ او هغه نړۍ چې چوپ ده؛ د چوپتیا پر وړاندې اعتراض او ویښېدلو ته بلنه

    30 مې 2025

    له افغانستان څخه تر غزې پورې؛ د ظلم او جنایت پر وړاندې د عدالت چیغه

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 31 مې 2025

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې تړانګې…

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،940 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.