د سرپرست حکومت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، د حکومت مشرتابه د استخباراتو د عمومي رياست مسؤلينو ته په يوه ورځني سيمينار کې د وينا پر مهال په اسلامي نظام کې د استخباراتو پر ارزښت اهميت او ضرورت خبرې کړي او استخبارات یې د حکومت د ملا تير بللي.
ښاغلی مجاهد وايي، مشرتابه پر استخباراتي مسؤلينو ټينګار کړی چې د نظام پر وړاندې د پلان شويو ټولو ښکاره او پټو تخريبي پلانونو او کړنو مخنيوی وکړئ.
د معلوماتو له مخې مشرتابه دغه راز استخباراتي مسؤلينو ته ويلي چې هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د اسلامي شعايرو سپکاوی او توهین وکړي.
مشرتابه همدا راز د استخباراتو مسؤلينو ته له خلکو سره په ښه چلند، رحم کولو، په شبهاتو د خلکو نه نيولو او په شريعت د استقامت کولو توصيې کړې دي.