شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په ملتیا د پانګونې څلورم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تاشکند ته روان شو.د خبرپاڼې له مخې، د تاشکند نړیوال کنفرانس یو له لویو سیمهییزو کنفرانسونو څخه دی، چې هر کال په ځینو هېوادونو کې جوړېږي.د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې په یاد کنفرانس کې د ۱۰۰ هېوادونو ولسمشران او استازي ګډون کوي او ترڅنګ یې د ازبکستان د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون هم جوړېږي.ټاکل شوې د دې کنفرانس په څنډو کې د اسلامي امارت پلاوی د ازبکستان او نورو هېوادونو له چارواکو سره پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ناستې ولري.
د دفاع وزارت د بېلابېلو جزوتامونو ۱۳۸ ځوان منسوبین له مسلکي زدهکړو فارغ او دندې ته چمتو شول25 اگست 2025
د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد: ايا افغانستان انټرنشنل کوم خبري سازمان دی او که د کومې جبهې تر پوښ لاندې فعاليت کوي؟25 اگست 2025