په ایران کې د مقاومت په نوم ډلې د یو مهم قومندان له ترور وروسته، په ګاونډیو هېوادونو کې د دغو مخالفینو د برخلیک په اړه پوښتنې را ولاړې شوې دي. دوی د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه د هغوی غېږې ته پناه یووړه او د شرارتونو د پیل لپاره یې د هغوی هر شرط ته غاړه کېښوده، د افغانستان د خاورې، ارزښتونو، ملي ګټو او خلکو پر وړاندې یې له رسوايۍ ډکو لوبو ته مخه کړه، خو دوی اوس نه یوازې دا چې خپل منځي اختلافاتو یوې نوې او خونړۍ مرحلې ته داخل کړي، بلکې د ګاونډیو او نورو هېوادونو د لومو په منځ کې هم له سخت کشمکش سره مخ دي.
فسادونه، اختلاس، بد اخلاقۍ، خپلمنځي سیالۍ، ټکرونه، شخصي ګټې او په لویه اندازه تورونه او تهمتونه هغه موارد دي، چې د دوی ترمنځ یې درزونه لا پراخ کړي دي، آن تر دې چې اوس د یو او بل د فزیکي حذف هڅې کوي. پخوا دوی دا لوبې او کشمکشونه په غربي هېوادونو کې روان کړي وو، خو کله چې هلته سره جوړ نه شول او د ځان لپاره یې خریدار ونه موند، اوس یې د ګاونډیو هېوادونو غېږې ته پناه وړې ده، دا پناه په خپله د دوی په منځ کې د شدیدو ټکرونو لامل شوې ده، ځینې یې دا مناسب او سم اقدام بولي او په ښکاره د ګاونډیانو د هرې ناروا ترڅنګ ولاړ دي او مشروعیت ته یې دلایل لټوي، خو ځینې یې بیا له دې چارې سره مخالف دي او باور لري، چې له یوې خوا ګاونډیان هغومره د دوی ملاتړ نه شي کولی، څومره چې یې تمه لري او له بلې خوا په افغانستان کې د ننه د دوی اصلي او تورې څېرې لا پسې رسوا کېږي.
همدې کشمکشونو او ټکرونو له دوی لاره ورکه کړې، د دوی پر منډو ترړو او هڅو یې سیوری غوړولی، د دوی نسبي او ډېر لږ پاتې جمعیت یې د پاشلتیا پر پوله درولی دی. ښکاره نښه یې په ګاونډیو هېوادونو کې وروستي تحرکات او د دغو تحرکاتو په دوام، د یو بل پر وړاندې ضد او نقیص څرګندونې دي. دوی کله د یو او بل د افشا کولو خبره کوي، کله یو او بل په معاملو، فسادونو او غداریو تورنوي او کله هم یو او بل ته ګواښونه کوي، تر دې چې د سریع په څېر یې په فزیکي ډول محوه کوي. دې چارې ټولو مخالفو ډلو ته که په ګاونډیو هېوادونو کې دي او که په غرب کې، سخت ټکان ورکړی او د خپل برخلیک په اړه یې د اندېښنو ګردابونو ته ټېل وهلي دي.
دغه تحرکات او هڅې به د دوی منزوي شوې هڅې او فعالیتونه لا پسې منزوي کړي، اصلي څېرې به یې بربنډې کړي، د شدیدو اختلافاتو او ګاونډیانو د لوبو په دام کې به یې لا پسې راګیر کړي. ګاونډیان هم هڅه کوي، چې دوی داسې لومو ته برابر کړي، چې بیا په هېڅ صورت ترې ونه وځي او که کله د وتلو په اړه فکر او هڅه هم کوي، نو له ناوړه برخلیک سره به مخ کېږي، یا به ترور کېږي او یا به زنداني کېږي. دوی اوس په خپلو هغو خړو اوبو کې ډوب شوي، چې د افغانستان د خلکو د ډوبولو لپاره یې خړې کړې وې؛ د سریع قتل د دوی د برخلیک د پیل ورځې دي، مخالفین به تر دې له سخت او ناوړه حالت سره مخ کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


