Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟
    لیکني

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    عمران آغاعمران آغا20 نوومبر 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د ۱۴۰۰ل کال، د اسد له ۲۴مې وروسته ډېری هغه پخواني سیاستوال او د کورنیو جګړو مخکښان چې د افغانستان د شل کلن جمهوریت او اشغال په دوام کې یې هم خاص رول درلوده، تسلیم شوه، ځینې د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې په امریکايي الوتکو کې وتښتېدل او د جمعیت ګوند او ټلوالې د مشرانو په شمول ډېری سیاسیون پاکستان، ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل.

    د هېواد په لوېدیځ کې د جمعیت ګوند او پرځېدلي جمهوریت یوه مخکښه څېره چې شل کاله یې د بهرنیو یرغلګرو ګټې تأمینولې، د سیاسي تحولاتو پر مهال په هرات کې له ناکام مقاومت وروسته تسلیم او پناه ورکړل شوه، خو خیانت یې وکړ او ګاونډي هېواد ایران ته لاړ، هلته یې له نیابتي او خیالي ډلو ملاتړ پیل کړ، څو خپل بایللی حیثیت بیا د خیالي ډلو له لارې اعاده کړي، خو دا یې هم د تېر په څېر یوه ناکامه هڅه وه؛ له ټولو هڅو وروسته نوموړي دا مهال تبلیغاتي څرګندونو ته مخه کړې او افواهات تبلیغوي.

    اسماعیل خان په تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د افغانستان اوسنی حکومت د دوام وړ نه دی او که شرایط برابر شي، فعال مخالف ځواکونه به چپ پاتې نه شي او د آزادۍ(!) لپاره به عملي ګامونه پورته کړي. دغه څرګندونې په داسې مهال کې کېږي چې د ده په شمول ډېر شمېر ډلې، سیاسي او نظامي مشران منزوي شوي، په منځ کې یې اختلافاتو له پخوا ډېر زور اخیستی، بې باورۍ پکې ډېرې شوي او د ولسي ريښو د نشتون له کبله په هېواد کې سیاسي او نظامي فعالیت نشي کولای.

    د اسماعیل خان د سابقې، کړنو او موجوده وضعیت په رڼا کې، دا ډول څرګندونې له حقایقو لرې دي، بلکې یوازې یو سیاسي شعار دی چې غواړي عامه اذهان مغشوش کړي. اسماعیل خان د ۱۹۹۰مو کلونو د داخلي جګړو یو مهمه څېره وه، خو د جنګ‌سالارۍ د دورې په دې تور تاریخ کې اتلولۍ نه لري، بلکې یوازې تېښته او ماتې پکې لیکل شوې ده.

    اسماعیل خان په ۱۹۹۵ زیږدیز کال کې د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ د پراخېدو پر مهال په مخامخ جګړه کې ماتې وخوړه او ایران ته وتښتېد. وروسته یې تر مختلفو شعارونو لاندې د جمعیت د لوېدیځې جبهې مشري کوله، خو په شعارونو یې هغه مهال هم نه منسجم نظامي جوړښت رامنځته کړ او نه یې د هرات د اوږدمهاله دفاع وړتیا لرله. په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې یې هم ورته کړنه تکرار کړه او ایران ته له تګ وروسته یې په مخالفت لاس پوري کړ، چې اوس یې کړۍ نه منسجم نظامي جوړښت او نه هم د پام وړ تحرکات لري.

    همدومره کافي ده چې ووایو، که اسماعیل خان د اسلامي امارت د لومړۍ دورې پر وړاندې د دوامداره مقاومت توان نه درلوده، نو څنګه کولای شي د اوسني ډېر منسجم، منظم او پراخ حکومت پر وړاندې مقاومت وکړي!؟
    له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ زیږدیز کلونو پورې، اسماعیل خان د پرځېدلي جمهوریت په جوړښت کې یو پیاوړی سیاسي موقعیت درلوده؛ د والي، وزیر او سیمه‌ییز ځواکمن جنګ‌سالار په توګه را څرګندېده، خو هیڅکله یې د هېواد د واقعي آزادۍ په اړه غږ اوچت نه کړ او شل کاله یې د بهرنیو نظامیانو حضور منلی و، حتی د یوه بنسټیز ملاتړي په توګه یې پېژندل کېده، نن چې هېواد واقعاً استقلال او آزادي اخیستې، د نظام له بنسټونو سره مخالفت کوي او د آزادۍ(!) په شعار د مظلوم ملت بچیان د پردیو د ګټو قرباني کول غواړي.
    د ۲۰۲۱ زیږدیز کال پر مهال، د تحولاتو په لړۍ کې د اسماعیل خان ماتې واضح پیغامونه لري؛ سره له دې چې نوموړي په ظاهري ډول له هرات د د دفاع اعلان کړی و، خو جګړه په څو ورځو کې ختمه شوه او د خپلو ملېشو په ګډون و نه توانېد چې مقاومت وکړي، د نوموړي جرمي شبکې او ځواک د پخوانیو کلونو په نسبت ټوټې، ټوټې او کمزوری شوی دی؛ اسماعیل خان یوازې د څو اونیو لپاره په دوامداره توګه د هرات د دفاع توان نه درلوده، نو بیا څنګه په تبعید کې، د افغانستان په کچه د لویو سیاسي او نظامي فصلونو په اړه خبرداري او ګواښونه تبلیغوي!؟

    د اسماعیل خان د اوسني وضعیت بله مهمه ننګونه د هغه د کړۍ داخلي اختلافات او د مخالفینو عمومي وېش دی؛ یوازې په نږدې تېرو اونیو کې د اسماعیل خان یو مهم قوماندان معروف غلامي په مشهد کې ووژل شو، چې دا د نوموړي په شبکو کې د ژورو اختلافاتو او شخصي ګټو پر سر د وژنو واضحه بېلګه وه. د ده د ډلې دننه ژور اختلافات، د افغانستان په خاوره کې یې نشتوالی، د افغان حکومت پیاوړتیا، د جمعیت ګوند او بیا په عموم کې د مخالفو ډلو پاشلتیا هغه عوامل دي چې د هر ډول منسجم مخالفت عملي امکانات یې له منځه وړي دي، په همدې اساس د اسماعیل خان ګواښونه او خبرداري یوازې افواهات دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول
    راتلونکي مقاله څوک د افغانستان د اوسني حکومت له نوي سیاست څخه ځورېږي؟

    مربوطه لیکنې

    د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه

    22 دسمبر 2025

    له ملي(!) مجمع څخه د ائتلافونو تر همغږۍ؛ د پرله‌پسې ناکامیو تکرار

    19 دسمبر 2025

    له افغان هویت انکار؛ د تاریخ او واقعیت په وړاندې د مخالفینو جګړه

    16 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 دسمبر 2025

    د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه

    وروسته له هغه چې په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو غونډه…

    نیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    22 دسمبر 2025

    امریکا ګرینلینډ لپاره ځانګړی استازی معرفي کړ

    22 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه

    22 دسمبر 2025

    نیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    22 دسمبر 2025

    امریکا ګرینلینډ لپاره ځانګړی استازی معرفي کړ

    22 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،095 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،042 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،101 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.