له تېرو دریو کلونو راهیسې، د شر او فساد عاملینو د طالبانو تر منځ، د ژورو سمتي اختلافاتو په عنوان تبلیغاتو ته لا زور ورکړی دی، تر څو د سمتي اختلافاتو د شتون په نوم عامه اذهان مغشوش او بیا یې بغاوتګر مدیریت کړي.
د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو ادعا نوې نه ده، بلکې له لسیزو د بهرنیو استخباراتو په لارښوونه د دوی ټول مخالفین تر دغه عنوان لاندې د سمتي اختلافاتو شتون یاد او تبلیغوي، خو واقعیت بیا بل څه دی؛ طالبان له دوه لسیزې جګړې وروسته د حکومتولۍ چارو ته را ستانه شوي دي، جګړه یې هم په اتفاق مدیریت کړه او په حکومتولۍ کې یې هم له ټولو سمتونو جوړه کړې کابینه په چټکۍ چارې مخته وړي، نه له انشعاب سره مخ شوي دي او نه هم د اختلاف لوی ټکي شتون لري.
درې کاله وړاندې د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو او بغاوتګرو له تېښتې وروسته، د طالبانو تر منځ د سمتي اختلافاتو د شتون ګڼ شمېر ادعاوي وشوې، خو دغه ادعاوي نه تنها دا چې واقعیت یې نه درلود، بلکې د شر او فساد تر منځ د اختلافاتو د پټونې لپاره ترسره کېدې؛ مګر د شر او فساد اختلافات بیا له کره شواهدو سره څرګند شوي او ولس ته یې اصلي څهره روښانه شوې ده.
د سمتي اختلاف په تبلیغولو سره شر او فساد غواړي د بغاوت صف قوي کړي او عامه اذهانو ته د بغاوت روحیه انتقال کړي؛ دغه ناسمه او تبلیغاتي هڅه په هېواد کې ناخوالي لا زیاتوي، نه تنها دا چې بغاوتګرو ته یې ګټه نه رسېږي، بلکې ولس به یې هم له زیانونو کړېږي.
طالبانو له لسیزو جګړو وروسته یو مرکزي نظام حاکم کړ، که چیرته د سمتي اختلاف په نوم وېش ته لمن وهل کېږي او د بغاوت هڅه کېږي، نو دا به یو نا پایه داخلي جګړه را منځ ته کړي، د نظام مرکزیت به د داسې خلکو په لاس له منځه لاړ شي، چې نه یې دا هېواد مدیریت کړی دی او نه یې هم وړتیا درلوده.
ولس باید درک کړي، چې شر او فساد د سمتي اختلافاتو په عنوان افغانستان د یوې نا پایه جګړې لورې ته سوق کوي؛ داخلي جګړه نه د افغانستان په خیر وه او نه یې هم تر دې مهاله تېر زیانونه جبران شوي دي. ولس ته باید همېش د عادل مرکزي نظام حاکمیت اولویت وي او ملاتړ ترې وکړي، ځکه پاشلی نظام د ولس په ګټه نه دی او د بدبختیو د دوام لامل جوړېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.