Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د سنبلې ١٨مه؛ د یو جعلي اتل د یاد او وحشت خپرولو ورځ
    لیکني

    د سنبلې ١٨مه؛ د یو جعلي اتل د یاد او وحشت خپرولو ورځ

    عمران آغاعمران آغا9 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: محمد فیصل

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د تیګېر حکومت پر مهال د سنبلې میاشتې اتلسمه نیټه د شمال ټلوالې د یو مشهور قومندان او جنګسالار احمد شاه مسعود د یاد ورځې په توګه نمانځل کېده.

    دغه ورځ به د مسعود د لارې پلویان د کابل سړکونو ته راوتل او په توپنګچو، ټوپکو، پیکاوو، برچو او نورو وژونکو الاتو به سمبال وو. دوی به په دغه ورځ د خپل وژل شوي قومندان یاد خلکو ته په اذیت او ازار ورکولو تازه کاوه.

    مسعود یو جعلي اتل او جعلي کرکټر وو چې د خپلو پلویانو او یو شمیر فرانسوي او غربي لیکوالانو او رسنیو له لوري ورته سخت کمپاین شوی دی.

    د مسعود پلویانو به د سنبلې په اتلسمه نیټه هوایي ډزې کولې، لارې به یې بندولې، خلک به یې په موټرو وهل او د درې رنګه بیرغ پر ځای به یې خپل تنظیمي بیرغ له ځان سره لیږدوه.

    په دې ډول دوی دا خبره په اثبات رسوله چې مسعود یوازې د یو څو کسانو او خاصې ډلې اتل دی او خلکو ته یې ښودله چې دوی هم د مسعود د لارې پلویان دي.

    هغه لاره چې په کې د خلکو له سپکولو، وژلو، وطن ویجاړی، لوټلو، غیر ملي فکر، وحشت او ویرې خپرولو پرته بل څه نه وو.

    مسعود د کورنیو جګړو اصلي لامل او زمینه برابروونکی او د چا خبره له برهان الدین رباني سره یو ځای د دویمې سقاوی پیلوونکی و او پلویان یې هم لکه د هغه په څیر د کورنۍ بې نظمۍ، خلکو ویرولو او د من افغان نیستم او د افغانستان د نوم نه منونکي وو.

    ما په کابل کې ډیر داسې خلک ولیدل چې طالبان نه وو، خو د طالبانو راتګ ته له دې امله هم خوشاله وو چې په واک ته رسیدو سره یې د مسعود پلویان ورک شول او د سنبلې د ورځې انډوخر او لنډغري یې ختمه کړه.

    دا په دې ځوریدلي ولس د طالبانو یو احسان دی چې په راتګ سره یې مخکیني غله، خاینین او د مسعود په څیر جعلي کرکټرونه او تصویرونه یې د کابل او نورو ولایاتو څخه ورک کړل.

    مخکینۍ مقالهمسعود او دوستم کابل کې د کورنۍ جګړې زمینه برابره کړه!
    راتلونکي مقاله د احمد شاه مسعود په جنایاتو او خیانتونو چپ پاتې کېدل مناسب نه دي!

    مربوطه لیکنې

    په افغانستان کې د تجزیې او اصلیتونو د بدلون هڅې څوک او ولې کوي؟

    25 جولای 2025

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 جولای 2025

    جعفر مهدوي: افغانستان انټرنشنال یې د امر بالمعروف له وزیر سره د تېرې ورځې د ناستې په اړه شوې څرګندونې ناسم تعبیر کړي

    د پرځېدلي جمهوريت د پارلمان وکیل او د هزاره قوم یو له اوسنیو مشرانو جعفر…

    مولوي امیرخان متقي او د چین ځانګړي استازي د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا خبرې کړي

    25 جولای 2025

    مکرون: هېواد به یې د روان کال په سپټمبر میاشت کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني

    25 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    جعفر مهدوي: افغانستان انټرنشنال یې د امر بالمعروف له وزیر سره د تېرې ورځې د ناستې په اړه شوې څرګندونې ناسم تعبیر کړي

    25 جولای 2025

    مولوي امیرخان متقي او د چین ځانګړي استازي د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا خبرې کړي

    25 جولای 2025

    مکرون: هېواد به یې د روان کال په سپټمبر میاشت کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني

    25 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،990 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،925 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.