Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د سهامي شرکت غړی یونس قانوني د کوم عدالت لپاره مبارزه کوي!؟
    لیکني

    د سهامي شرکت غړی یونس قانوني د کوم عدالت لپاره مبارزه کوي!؟

    صابر افغانصابر افغان9 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د تنظیمي جګړو د یو قوماندان احمد شاه مسعود فرهنګي مسؤل یونس قانوني، چې د شر او فساد شورا د غړیتوب تر څنګ، د نوې ایجاد شوې مجمع غړیتوب هم لري، د خپلو څرګندونو پر مهال یې ویلي، چې مونږ په افغانستان کې د عادل نظام د راوستلو په موخه مبارزه کوو.

    د عادل نظام په اړه د نوموړي پر تعبیر پوښتنې پیدا کېږي؛ مثلاً هماغسې عادل نظام راولي چې په ۲۰۰۱م کال کې، د نړیوالې ټولنې له ۱۲۰ ملیارد ډالرو څخه یوازې پنځوس میلیونه ډالر د یونس قانوني او عبدالرب رسول سیاف تر منځ حیف و میل شوې!؟

    د یونس قانوني پر عدالت او سپېڅلتیا لږ تم کېږو؛ یونس قانوني د پرځېدلي جمهوریت په راتګ سره، د پوهنې وزارت وزیر شو، هماغه مهال یې خپل ورور د اخاذي ګانو په موخه له ځان سره مقرر کړی و، قراردادي شرکتونو ته به یې د تدارکاتي پروسو په جریان کې ورور ور معرفي کړ او له هر قرارداد څخه به شاوخوا ۳۰ سلنه د وزیر برخه وه .په هماغه وخت کې د فساد په ضد د مبارزې کمیسیون تائید شوي اسناد له رسنیو سره شریک کړل، چې ۳۰۰،۰۰۰ ډالر، دده د ۳۰ فیصده سهم مقدار ښودل شوی و.

    همدا ډول له ځینو خیالي قراردادونو څخه پرده پورته شوه، چې د پوهنې وزارت لپاره د مېزونو، کوچونو، چوکیو او فرنېچر قرارداد ترسره شوی و، تدارکاتي پروسه یې بشپړه شوې وه، مګر خریداري نه وه شوې، بلکې پیسې یې د یونس قانوني جېب ته لوېدلې وې.

    راشئ چې د یونس قانوني د انصاف او عدالت پر یو بل اړخ باندې هم ور وګرځو:
    ۱ – یونس قانوني خپل زوی یاسر قانوني په لندن کې د افغانستان سفارت سکرتر مقرر کړی و او همدې زوی ته یې د انګلستان د شاهي دولت له لوري د تابعیت اسناد هم واخیستل.
    ۲ – خپله لور یې چې مریم قانوني نومېږي او د بسم الله خان اینګور ده، نوموړې یې هم په انګلستان کې د افغانستان سفارت کارمنده مقرر کړې وه.
    ۳ – بل زوی یې راشد قانوني د افغانستان د امنیت شورا په ریاست کې مشاور مقرر کړی و.
    ۴ – نجیب امان د یونس قانوني ورور دی، چې د کورنیو چارو وزارت، له تروریزم سره د مبارزې د رئیس په توګه مقرر شوی و.
    ۵ – شریفي یې بل ورور و، چې د تفتیش رئیس و او کابو شل کاله یې دغه عایداتي اداره پرېنښوده.
    ۶ – بل ورور یې د پارلمان د عملیاتي او امنیتي چارو سمبالوونکی و.
    ۷ – د شکیب شریفي په نوم وراره یې بیا د مالیې وزارت، د ارشد سلاکار په توګه مقرر و.

    همداسې یونس قانوني د استخباراتي پروژو د ترلاسه کولو او تطبیق په موخه د “افغانستان نوین” په نوم یو ګوند جوړ کړی و، د دوه اسیايي هېوادونو(ایران او روسیې) له لوري تمویلېده. بالاخره په پوهنې وزارت کې په چور شویو پیسو او د ګوند له ادرسه ترلاسه کړیو پیسو جمهوري ریاست ته نوماند شوی و، خو بریالی نشو.

    اوس د سیاف په شمول له پخوانیو غلو سره یو ځای شوی او په افغانستان کې هم د عدالت راوستنې په نوم مبارزه کوي؛ په داسې حال کې چې د دوی عدالت د امریکايي یرغل پر مهال خورا څرګند و، چې له پرځېدلي جمهوریت څخه یې د سهامي شرکت کار اخیست او د خپلې کورنۍ نا اهل غړي یې د وزارتونو او ادارو پر مهمو پوسټونو مقررول.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اختلافاتو پټونې بې پایلې هڅې
    راتلونکي مقاله د دمشق په صيدنايا خطرناک زندان کې د ۱۴۰ زره شاوخوا بنديانو د خلاصون هڅې روانې دي

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 25 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم اعتراف؛ غزه کې یې اووه پوځيان وژل شوي او ۱۶ نور مرګوني ټپیان دي

    د صهیونیستي رژیم پوځ تائید کړه، چې تېره ورځ سه‌شنبه (د چنګاښ، درېیمه) د غزې…

    د ایران او اسرائیلو په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ایراني استخباراتو تر ۷۰۰ زیات اسرائیلي جاسوسان نیولي

    25 جون 2025

    د ایران او اسرائیلو ۱۲ ورځنۍ جګړه؛ دواړو لوریو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

    25 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسرائیلي رژیم اعتراف؛ غزه کې یې اووه پوځيان وژل شوي او ۱۶ نور مرګوني ټپیان دي

    25 جون 2025

    د ایران او اسرائیلو په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ایراني استخباراتو تر ۷۰۰ زیات اسرائیلي جاسوسان نیولي

    25 جون 2025

    د ایران او اسرائیلو ۱۲ ورځنۍ جګړه؛ دواړو لوریو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

    25 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.