Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د سوداګرۍ وزارت: په تېر کال کې د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره وو
    افغانستان

    د سوداګرۍ وزارت: په تېر کال کې د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره وو

    صابر افغانصابر افغان31 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لومړۍ ورځ، د یوه خبري کنفرانس پر مهال، په تېر کال کې د یاد وزارت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو وویل: په تېر کال کې د افغانستان د سوداګرۍ حجم شاوخوا لس میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې له دې جملې ۱.۸ میلیارده یې صادرات او څه باندې ۸ میلیارډه یې واردات وو.

    د سوداګرۍ وزارت مسئولینو زیاته کړه، په تېر کال کې د منځنیو او کوچنیو تشبثاتو د ملاتړ او پیاوړتیا او له بېلابېلو موسسو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک له لارې، ۶۴۶۰۱۵ شپږ لکه شپږ څلوېښت زره پنځلس تنو ته په مستقیم او شاوخوا ۴۴۱۸۵۷۰ څلور ميليونه څلور سوه اتلس زره او پنځه سوه اويا تنو ته په غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.

    د سوداګرۍ وزارت وایي، د وروستي یوه کال پر مهال د سوداګرۍ او ترانزیټ د اسانتیا برخه کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره، لس هوکړه لیکونه وروستي شوي، د روسیې، چین، پاکستان، ایران، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان او د سیمې نورو هېوادونو سره په اقتصادي، سوداګریزه، ټرانزیټي او د پانګونې برخه کې همغږي پیاوړې شوې او شاوخوا ۶۵۰ تنو بهرنیو پانګوالو ته له افغانستان څخه د لیدنې پر مهال اړینې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

    د سوداګرۍ وزارت د مسئولینو د معلوماتو له مخې، تېر کال کې ۱۰۰ کارخونې پرانیستل شوي، شاوخوا ۱۰۰۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو ته جوازونه او څه باندې ۶۵۰ شرکتونو ته تعرفې ورکړل شوي، د پانګونې څه باندې ۲۳ زره جوازونه تجدید، تمدید او اصلاح شوي، د خودکفایۍ کچه له ۴۸ قلمه څخه ۱۳۳ ته لوړه شوې او د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو، بیو کنترول او کنترول کمېټو په رامنځته کېدو سره، د لومړنیو او خوراکي توکو په بیو کې ۲۸ سلنه کموالی راغلی دی.

    همدارنګه د سوداګرۍ وزارت وايي، وروستي یوه کال کې روسیې ته د افغانستان د صادراتو کچه ۵۴، ترکیې ته ۵۳، ایران ته ۱۹، چین ته ۱۶ او قزاقستان ته ۲.۵ سلنه زیاته شوې ده.

    دغه راز د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ د نېږدې ۲۰۰ میلیونه ډالرو او د افغانستان او ترکمنستان د خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

    د وزارت مسئولینو، د صنعتي پارکونو پراختیا او د نویو صنعتي پارکونو جوړول، د ځانګړو اقتصادي زونونو رامنځته کول، د کورنیو تولیداتو معیاري کول، پر وارداتي توکو د کیفي معیاراتو وضعه کول او له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د وزارت د راتلونکو پلانونو په توګه یاد کړل.

    نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام پيل شو چې د سنبلې میاشتې تر پایه به دوام وکړي او د ټولو امارتي ادارو د تېر يو کلن فعاليت او لاسته راوړنو معلومات به له رسنيو او خلکو سره شريک شي.

    مخکینۍ مقالهپه لندن کې د افغانستان سفارت: کونسلي چوپړتیاوې به پرته له کومې وقفې روانې وي
    راتلونکي مقاله د سترې محکمې پلاوي د غزني له بېلابېلو ادارو څخه لیدنه کړې

    مربوطه لیکنې

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026

    ننګرهار کې له ۶۰ کلن سپين ږيري سره د يوې اته کلنې انجلۍ د نکاح مخه نيول شوې

    18 فبروري 2026

    امنيتي ځواکونو د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۴۴ تنه نيولي

    12 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    پاکستان په دې وروستیو کې له سختې امنیتي، اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ…

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،106 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،060 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،119 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.