
د سوریې دفاع وزیر مرهف ابو قصره په تازه څرکندونو کې ویلي، چې هغه سرغړونکي به ونه بښل شي، چې له پوځي یونیفورم څخه په استفادې یې په سویداء ولایت کې ناقانونه کړنې ترسره کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دفاع وزارت یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې، څو د سرغړونکو هویت وڅېړي او سزاء ورکړي.
مرهف ابو قصره همداراز د جګړې شهیدانو ته درناوی څرګند کړی، د هغوی کورنیو ته یې تسلیت ویلی او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.
د یادونې ده، چې پر سوریې د صهیونیستي رژیم له وروستيو بریدونو وروسته د مرهف ابو قصره د شهادت او ټپي کېدو په اړه هم راپورونه خپاره شوي وو.