
د مظلوم عبدي په مشرۍ د سوریې قسد ملېشو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له حلب ښار څخه یې په بشپړ ډول شاتګ کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي: «موږ په حلب ښار کې هېڅ نظامي حضور نه لرو او رسماً اعلان کوو، چې له دې ښار څخه مو شاتګ کړی دی.»
قسد ملېشو همداراز ویلي، چې د حلب په شیخ مقصود او اشرفیه سیمو کې یې د امنیت چارې د سوریې حکومتي ځواکونو ته سپارلي دي.
په اعلامیه کې د هغو ادعاوو رد هم شوی، چې ګواکې دغه ډله لا هم په یادو سیمو کې نظامي حضور لري.

