له تېرو دوه ورځو راهیسې صهيونيستي اسرائيلو د سوریې پلازمېنې دمشق، حمص او يو شمېر نورو لويو ښارونو کې په پوځي او ملکي ځايونو پراخې بمبارۍ ترسره کړې او لا هم دوام لري چې د سلګونه نظامي وسايطو د تخريب سربېره یې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
همدا راز د معلوماتو له مخې صهيونيستي رژيم بېګا شپه په پلازمېنې دمشق کې د سوریې د ساينسي څېړنو ستر مرکز هم بمبارد کړی چې وېره شته د کيميايي ګازونو په خپرېدو سره به عامو وګړو ته خطرناک تمام شي.
له بل لوري بيا تازه نن سهار ايراني رسنيو خبر ورکړی چې د صهيونيستي رژيم د ځمکني پوځ ټانګونه د پلازمېنې دمشق په شل کيلومترۍ کې ليدل شوي او ډېری سیمې یې تر خپل اشغال لاندې راوستې دي.