نړیوالو رسنیو د صهیونیستي اسرائیلو د پوځ پر حواله خبر ورکړی چې، د دغه هېواد هوايي ځواکونو د نن ورځې په اوږدو کې د سوریې په خاوره کې پر پوځي اهدافو ۱۵۰ بریدونه کړي دي.
د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې د بشار الاسد له رژیم څخه پاتي شوي رادار سستمونه، جنګي الوتکې او د وسلو او مهماتو زېرمې په نښه شوي دي.