
عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د سوډان په جنوبي کردفان ایالت کې شاوخوا ۳۰۰ زره کسان د خوراکي توکو د کمښت له امه له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.
راپور زیاتوي، چې د اوږدې محاصرې له امله بشري مرستې یادې سیمې ته نه دي رسېدلې، چې له کبله یې بشرې ناورین لا ژور شوی.
ځایي خبریالانو ویلي، چې د لوږې له امله ماشومان، مېرمنې او سپینږیري تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.
د یادونې ده، چې دا مهال سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
غوڅ ملاتړ ملېشې چې د متحده عربي اماراتو ملاتړ له ځانه سره لري، هڅه کوي د سوډان پر کاني زېرمو ولکه ټینګه کړي.

